کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۲زمری، ۱۳۹۸)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د امریکا اقدامات به په سیمه کې ناامني رامنځته کړي.
د ظریف په خبره چې امریکا په خلیجي هیوادونو وسلې خرڅوي او په وینا یې دغه چاره د سیمې د ویجاړۍ په مانا ده.
نوموړي په سیمه کې د سختو حالاتو خبر ورکړی او په ټکو یې چې هره شېبه په سیمه کې د اور بلیدو احتمالات شته.
ظریف دغه خبرې له الجزیرې تلویزون سره په مرکه کې کړي دي.
جواد ظریف د امریکا په ضد دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم دغسې خړې پړې دي.


















