سرچینې: طالب او امریکایي پلاوي د وروستي تړون په اړه خپلمنځي سلا مشورې پیل کړي

کابل ټکی کام (چهار شنبه ، ۲۳ زمری ، ۱۳۹۸ل)

ځینې معتبرو سرچینو خبر ورکړی چې طالب او امریکایي ټیمونو د وروستي هوکړه لیک په اړه خپلمنځي سلا مشورې پیل کړي چې ژر به اعلان شي.

د طالبانو یوې معتبرې سرچینې رسنیو ته منلې چې د اختر له رخصتۍ سم لاسي وروسته دوی له امریکایانو سره د “وروستي تړون” په اړه خپلمنځي خبرې اترې پیل کړې دي.

د سرچینې په وینا طالبان به په دوو ورځو کې خپله وروستۍ پریکړه وکړي او په پای کې به د متحده ایالاتو او د دوی یوه بلې ناستې ته اړتیا شته څو په ګډ وروستي تړون کې نوې وړاندیزونه ور زیات شي.

سرچینه وايي، د وروستۍ هوکړې په اړه په قطر کې د طالب استازو د دفتر اوهمدا راز د دوی د مشرتابه تر منځ په لوړه کچه سلا و مشورې روانې دي.

سرچینې د حکومت مشر اشرف غني د اختریز پیغام په غبرګون کې وویل، طالبان باور لري هرهغه څوک چې پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کوي، د سولې د روانو هڅو ښکاره مخالف دي.

اشرف غني د لوی اختر له لمانځه وروسته وویل، د هغه حکومت په داسې دریځ کې نه دی چې هېواد کې د سولې په اړه پریکړه وکړي او نوي ټاکل شوي حکومت ته د قوي ځواک ورکولو لپاره وروستۍ پریکړه لازمه وه.

د متحده ایالاتو – طالبانو اتم پړاو خبرې د مارچ په ۱۲مه پای ته ورسېدې او دواړو لورو اعلان وکړ چې دوی اړتیا لري د دوی مشرتابه سره د وروستي پریکړې په اړه بحث وکړي.

له دې خبرو وروسته دواړه متقابل جهتین او عام هېواد وال خوښ ښکاري، او هیله ښیي چې ژر به دنړیوال متجاوز ټغر ټول، اودیوخپلواک نظام تر څنګ دسولې شاهدان اووسي.

مربوطه مطالب

Back to top button