فیسبوک کې نوی بدلون، غږیز پیغام په لیکلی بڼه بدلوي

په ټولنیزو رسنیو کې تر ټولو وړاندې فیسبوک ده او فیسبوک کوشش کوي چې خپلو مینوالو ته لا زیاتی اسانتیاوي برابري کړي خو دا ځل فیسبوک یو نوی فیوچر خپل اپلیکیشن ته زیاتوي ددې فیوچر ښه والې دا ده چې غږیز پیغام په تحریري یا لیکلی بڼه درته لیږي.
دغه قرارداد د فېسبوک کمپنۍ لخوا لاسلیک شوی او په راتلونکي نوی ورژن کې له اپډېت وروسته د استفادې او کارونې وړ به وي، فېسیوک کمپنۍ زیاته کړي دغه نوښت یې ځکه کړی ترڅو ، خلک په اسانۍ سره خپلې ډیرې خبرې په کمه موده کې د متن په شکل تر خپلو مخاطبانو ورسوي، له دې وړاندې فېسبوک کمپنۍ په خپل اپلیکېشن کې په ژوندۍ بڼه ویډیو او اډیو (تصویري او غږیز) نشراتو زمینه رابرابره کړي چې، فېسبوک یې په یوه ټولنیزې راډیو او تلویزیون رابدل کړ چې د نړۍ ګوټ، ګوټ کې دخلکو له هرکلي سره مخ شو.



