عراق: د داعش یو لوړپوړی مشر نیول شوی

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۸زمری، ۱۳۹۸)

عراق کې د داعش توندلارې ډلې یو لوړپوړی چارواکی نیول شوی دی.

د عراق دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د داعش ډلې د یو مهم تن د نیول کیدو خبر وړکړی دی.

په اعلامیه کې که څه هم د نیول شوي کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو ادعا شوې چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي له نږدې کسانو څخه دی.

عراقي چارواکو ویلي چې دا کس یې د استخباراتي معلوماتو پر مټ د هیواد په ختیځ کې د الانبار ولایت په هیت ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې د داعش ډلې له پیل څخه د دوې وسلوالو د عراق زیاته سیمه ترخپل کنترول لاندې راوسته خو له د ۲۰۱۷م کال راپدېخوا د دې ډلې د ماتیدو پیل وشو چې اوس یوازې په عراق کې په ډیره کمه او محدوده ساحه کې ناچیز فعالیتونه ترسره کوي.

داعش ډله چې اوس یې نوم او نشان په ورکیدو دی، د امریکا د پروژې په سترګه ورته کیدل او اوس هم په افغانستان کې داسې اسناد او نښې نښانې لیدل شوي/ کیږي چې هغه د دې ښکارندویي کوي چې دا ډله د امریکا قوي ملاتړ له ځان سره لري

مربوطه مطالب

Back to top button