د امان الله خان د شخصيت په اړه څو پوښتنې؟؟؟؟

غورځنګ
دا چې زمونږ د افغانستان ځوان نس اکثريت په يوه خوله له تاريخه په ناخبر ډول امان افغان يا امان الله خان ته اتل يا هم غازي وايي نو معلومه خبره ده چې له اصلي تاریخه ناخبر دي، يا بايد داسې ووایو چې تاريخ يوازې د بدن په باندنيو سترګو نه لوستل کېږي بلکې د زړه په سترګو لوستل کېږي، او دا ځکه چې د تاریخ لوستونکي خلک بايد اختناق او سانسور وپېژني او پس له هغه بايد بيا تاریخ ولولي.
يعنې داسې چې له کومه وخته چې غربيانو يا عموماً صليبي نړۍ پر مسلمانې نړۍ حاکميت موندلی دی، له هغه وخته بيا تر نن پورې د مسلمانانو روڼ تاریخ له ګنګس حالت سره مخ دی، ځکه چې د هر اسلامي هېواد اتلانو ته د غدارانو په سترګه کتل کېږي او غداران او د سيکولرېزم خادمين بيا د اتلانو په نومونو سره يادېږي.
او دا ځکه داسې دي چې تاریخ د هر سيکولر واکمن په وخت کې په سانسوري او يا اختناقي شکل ليکل شوی دی، يعنې پر حقائقو باندې سانسور لګول شوی دی نو چې کله پر حقائقو سانسور او بنديز ولګېږي بيا به نو تاریخ څنګه حقيقت وليکي؟؟؟؟
خپلې موضوع ته راګرځو او وايو چې د امان الله خان د شخصيت په اړه يو څو پوښتنې چې ما (لیکوال) ته د ده د شخصيت له پېژندنې او مطالعې وروسته پيدا شوي دي په دې لیکنه کې درسره شريکووم:
۱ــــ د امان الله خان په اړه خو لومړۍ پوښتنه که څه هم قومي رنګ لري خو بيا يې هم ځواب اړين دی؛
کله چې انګرېزانو په ۱۸۹۳ ميلادي کال کې د ډېورنډ تر نامه لاندې يو تړون لاسليک کړ او بيا يې د پښتو لويه سیمه پر دوو ټوټو ووېشله، چې دا دی تر اوسه لا له همدې مرضه پښتون قوم کړېږي.
خو د امان الله خان په اړه چې چا هم د ده د اتلولۍ تاریخ ليکلی دی، نو دا يې هم پکې ليکلي دي چې امان الله خان په ۱۸۱۹ ميلادي کال کې له انګرېزي ښکېلاک ګرو سره په درېوو جبهو کې جګړې پيل کړې، چې يوه جبهه يې د ننګرهار جبهه وه او د دې جبهې مشر جنرال صالح محمد خان وو، او داسې ويل کېږي چې په دغه جبهه کې انګرېزي ښېکلاک د افغان پوځ له لاسه د خيبر تر جمرود پورې وتښتېده.
دغه شان بله جبهه په سپين بولدک يا کندهار کې وه، چې په هغه جبهه کې هم د افغان پوځ د سختو حملو له لاسه انګرېزي ښکېلاک ګر تر کوېټې پورې وتښتېدل، او همداشان بله جبهه د جګړې په پکتيا کې وه چې په پکتيا کې هم انګرېزان تر ټل پورې وتښتېدل.
بيا داسې ليکل کېږي چې افغان پوځ نيولې چوڼۍ بېرته انګرېزانو ته وسپارلې.
نو پوښتنه دا ده چې دلته کوم داسې تړون او پروتوکول موجود وو، چې امان الله خان د افغان پوځ له لوري دغه نيول شوې سيمې بېرته انګرېزانو ته وسپارلې؟؟؟؟؟؟؟
۲ـــــ کله چې امان افغان اروپا ته په سفر ته، او له هغه ځايه يې اروپايي دودونه راوړل او له خپلې ښځې سره يو ځای يې شپږ مياشتې په يورپ کې تېرولې، نو د يوه انقلابي هېواد ټولواک د کوم دليل پر اساس له هېواده بهر شپږ مياشتې تېروي؟؟؟؟؟؟؟
۳ـــــ کله چې انګرېزانو او افغانو تر خپل منځ جنګ تر سره کړ او انګرېزان يې په شا وتمبول، نو انګرېزانو د خپلو الوتکو پواسطه د کابل او تورخم پر لويه لاره باندې بمباري شروع کړله، چې پکې ډېری عام وګړي ووژل شول، خو کله چې دغه بمبار د دارالامان ماڼۍ خوا او شا ته ورسېدل نو امان الله خان ته خپلو مشاورينو وويل چې ارګ يا خپل ځايناستی بايد بدل کړي او کوم بل لور ته يې بايد انتقال کړي، نو په دې وخت کې امان الله خان ولې خپلو مشاورينو ته دا خبره کوله چې د انګرېزانو د الوتکو د بمبارد هدف ارګ نه دی او ډاډه اوسېږئ! ارګ نه ولي؟؟؟؟؟
۴ـــــ د انګرېزانو دا عادت دی چې که چېرته په يرغمل شوي هېواد کې څوک د دوی پر خلاف اتل پيدا شي نو که په هر ډول وي دوی يې د وژلو او ختمولو تصميم نيسي چې غوره بېلګه يې وزير محمد اکبر خان دی، چې د انګرېزانو ستر قاتل وو نو په دې اساس يې د نوموړي غازي د پلار په توسط د يوه هندي طبيب په لاس په مزار شريف کې شهيد کړلو. نو دلته پوښتنه دا ده چې که چېرته رښتيا هم امان افغان غازي وای او انګرېزانو ته يې ماتې ورکړې وای نو ولې يې اروپا ته د سفر بلنه ورکوله؟؟؟؟
او بيا يې دومره استقبال ولې کېده؟؟؟؟؟؟؟
پورتنيو پوښتنو ته به سالم ځوابونه کېدی شي د امان الله خان شخصيت سپين کړي خو که چېرته ځوابونه ورته ونه موندل شول نو بيا امان الله خان د اسلام او مسلمانانو اتل نه بلکې د سيکولرېزم اتل دی.



