د طالبانو ادعا: موټربم برید کې ۱۴ ضربتي ځواکونه وژل شوي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳۱زمری، ۱۳۹۸)
طالبانو ادعا کړې چې په خوست ولایت کې یې ۱۴ضربتي ځواکونه د یوه موټربم برید په ترڅ کې وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپاره شوي خبر کې ویلي چې نن ماسپښین ناوخته د خوست د مندوزیو اسماعیل خیلو ولسوالۍ کې د کمپاین په نوم د ضربتي عسکرو په قطار موټربم برید ترسره شو چې د نوموړي د ادعا له مخې ۲ ټانګونه پکې ویجاړ شوي او ۱۴ځواکونه پکې وژل شوي دي.
مجاهد لیکلي چې دا برید یې د هغو بریدونو په ځواب کې کړی چې د حکومتي ځواکونو لخوا په بیګناه افغانانو ترسره کیږي.
“دغه برید د دښمن د هغو جنایاتونو په غچ کې ترسره شو، چې هره شپه یې د هیواد په مختلفو برخو کې په بې دفاع ملکیانو باندې ترسره کوي.”
تر اوسه افغان حکومت د طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.



