ترکیه: لسګونه ناقانونه افغان کډوال نیول شوي

کابل ټکی کام( پنجشنبه، ۳۱زمری، ۱۳۹۸)
د ترکیې حکومت یو ځل بیا لسګونه ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.
دغه کډوال چې شمیر یې ۷۲ تنو ته رسیږي، د ترکیې د چناق کلا ولایت په ایواجیک ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
ترکي چارواکي د دې هیواد ملي رادیو تلویزون ته ویلي چې دې کسانو هڅه کوله ترڅو له دې لارې یونان ته واوړي خو دوی په دې وخت کې نیولي دي.
په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
ترکیه هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډیری وخت پکې ناقانونه افغان کډواله نیول کیږي او بیرته یې هیواد ته راستنوي.



