تا چې قربان کړو نازولی وجود

شاعر، جاویدآشنا

 

تا چې قــــــربان کړو نازولی وجود

پاک رب دې وبخشه سوځلی وجود

 

د لـــــــــمر پشان یې روښنايي کوله

د ګران شهید وو ځلیـــــدلی وجود

 

یوې مــورکۍ داسې ویل خلګو ته

آخ چېرته دی ها بـمبار کړی وجود

 

بیاسرې لمبې دي او دودونه خیږي

کـوم بې پلوټي بیا ویشتلی وجود

 

آخــر قــــــــرار شو تــر آرامه لاړو

حـــورو په غېږه کې نیولی وجود

 

جاوید آشنا ته دې غمونه پرېښود

رو رو غمــــونو یې خوړلی وجود

مربوطه مطالب

Back to top button