شاهین: د مؤقت حکومت په اړه راپورونه حقیقت نه لري

کابل ټکی کام( شنبه، ۲وږی، ۱۳۹۸)
لږ مخکې الجزیره نړیوال تلویزون خبر ورکړ چې امریکایانو او طالبانو د مؤقت حکومت په اړه موافقه سره کړې ده.
راپور کې راغلي وو چې دواړه لوري پر ۱۴ میاشتنۍ انتقالي ادارې هوکړې ته رسیدلي دي.
که څه هم طالبانو څو ځل وړاندې د مؤقت حکومت خبره رد کړې او په ټینګار سره یې ویلي چې له امریکایانو سره دوی په داخلي بعد خبرې نه کوي.
تازه د الجزیرې راپور هم په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین رد کړی او دروغ یې بللی دی
شاهین لیکلي:”کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي ، حقیقت نلري.”
د یادونې وړ ده چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ نهم پړاو خبرې درې ورځې کیږي چې شروع دي او ویل کیږي په دوو دریو ورځو کې به دواړه خواوې یوې هوکړې ته ورسیږي



