شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لمانځه مسائل (۸۶ مه برخه) د وتر او تراويـح لمنځونو بيان

محمود نشرونکی: محمود
اگست 25, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
55
ځلې شریک شوی
689
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي

د تروايح لمونځ سنت دى که نفل

پوښتنه : د تراويح لمونځ سنت دی که نفل؟

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

ځواب : د تراويحو لمونځ سړيو او ښځو دواړو لپاره سنت مؤکده دی او په جماعت سره يې اداء کول سنت کفايه دى، يعنې که د کلي په مسجد کې د تراويحو لمونځ په جماعت سره کيږي خو يو شمير خلک يې په خپلو کورونو کې کوي نو دغه خلک ګنهګار نه دي او که يې د کلي ټول خلک په جماعت سره نه اداءکوي بيا نو ټول ګنهګار دي ([1])..

د تراويح بنياد چا ايښى دى

پوښتنه : د تراويح بنياد چا ايښى دى؟ آيا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  تراويح کړې دي؟.

ځواب : حضرت رسول الله  صلی الله علیه وسلم  يې بنياد ايښى دى او کړې يې دي ([2]).

د روژې او تراويح په خپل مينځ کې څه تعلق دى

پوښتنه : د روژې او تراويح په مينځ کې څه تعلق دى؟ آيا د روژې نيولو لپاره دا ضروري دي چې تراويح وکړى شي؟.

ځواب : د رمضان المبارک په مقدسه مياشت کې د ورځې عبادت روژه دى او د شپې عبادت تراويح دى، او په حديث شريف کې د دواړو حکم شوى دى، لکه چې فرمايل شوي دي :

)جعل الله صيامه فريضة وقيام ليله تطوعاً(

ژباړه : الله تعالى   په دغه مبارکه مياشت کې روژه فرض کړى دى او د هغې د شپې قيام يې نفل عبادت جوړ کړى دى.

له همدې امله د دواړو عبادتونو کول ضروري دي، روژه فرض دى او تراويح سنت مؤکده دي ([3]).

که په تراويح کې اخيره قاعده (ناسته) سهواً پريښودل شي

پوښتنه : که چيرته په تراويح کې په دويم رکعت باندې ناسته هيره شي او سهواً دريم او څلورم رکعت وکړى شي او بيا په اخير کې سجده سهوه وکړى شي، نو داسې لمونځ صحي کيژي او که نه؟ که چيرته صحي وي نو څلور رکعته تراويح شمارل کيژي او که دوه؟ که چيرته دوه وي نو کوم دوه دي، اولني دوه او که وروسنتي دوه؟.

ځواب : په مذکوره صورت کې څلور رکعته صحي دي، اخيرني دوه رکعته په تراويح کې شمارل کيژي او مخکني دوه رکعته په تراويح کې نه شمارل کيژي ([4]).

په تراويح باندې د اجرت مسئله

پوښتنه : په يوه جومات کې يو ځوان قاري دى د کوم عمر چې ٢٥ کلونه دى، مسنتد قاري دى، قرائت يې قابل اعتراض نه دى، په خپله تجارت کوي، بلکې زياتره وخت له جومات سره مرسته هم کوي او له جومات څخه هيڅ ډول اجرت نه غواړي، مګر يو شمير خلک له هغه څخه ناراضه دي او د رمضان په مياشت کې د تراويحو لپاره له بل ځاى څخه قاري را غواړي او هغه ته د قرآنکريم په ختم باندې اجرت (مزدوري) هم ورکوي، آيا دا روا دى؟.

ځواب : په اجرت باندې د تراويح کولو لپاره له کوم قاري سره معامله کول قطعاً روا نه دي، او په کوم وخت چې د جومات له قاري صاحب څخه خلک خوشحاله وي او هغه له اجرت پرته لمونځ ورکوي، نو خامخا له باندې څخه د بل قاري را غوښتل بيخي صحي نه دي ([5])

په يوه سلام سره شل رکعته تراويح کول

پوښتنه : که يو کس د تراويح شل رکعته لمونځ په يوه سلام سره په دې طريقه وکړي چې له هرو دوو رکعتونو وروسته ناسته وکړي او په اخير کې سلام وګرځوي، آيا داسې کول روا دي او که نه؟.

ځواب : لمونځ خو يې کيژي، مګر د شپې په لمانځه کې له اتو رکعتونو څخه زيات رکعتونه په يوه سلام سره کول خلاف سنت دي، له همدې امله په لمانځه کې کراهيت راځي ([6]).

د تراويح لپاره دويم جومات ته تلل

پوښتنه : د خپلې محله جومات پريښودل او کوم بل جومات ته تلل څرنګه دي؟.

ځواب : که چيرته د خپلې محله په جومات کې د قرآنکريم ختم نه وه، يا امام قرآنکريم غلط لوستلو نو تراويح لپاره د محله جومات پريښودل بل ځاى ته تګ روا دى ([7]).

ايا د تراويح رکعتونه اته (٨) دي

پوښتنه : ډير حنفي المذهب خلک له اهل حديثو څخه دومره متاثره شوي چې ٨ رکعته تراويح کوي، که چيرته دا احتمال وي چې د منع کولو په صورت کې هغوى ٧ رکعته پريژدي نو له هغوى سره څه ډول معامله کول پکار دي؟.

ځواب : تراويح د حنفيانو په نزد سنت دي، د ٨ رکعتونو په اداء کولو سره دا سنت نه اداء کيژي، د کومو خلکو په طبعيت کې چې ضد وي هغوى ته څه مه واياست، د خير دعا ورته وکړئ ([8]).

د مروجه شبينه حکم

پوښتنه : په يوه وخت کې په شپه کې يو شمير خلک سره يو ځاى شي او د قرآنکريم ختم کوي، کومې ته چې شبينه ويل کيژي او په هغې کې ښځې هم ګډون کوي، آيا دا عمل رسول الله  صلی الله علیه وسلم ، يا کوم صحابي =، يا کوم امام کړى دى او که نه؟ او په يوه شپه کې د قرآنکريم ختم کول روا دي او که نه؟.

ځواب : په يوه شپه کې د قرآنکريم ختم کول د هغه کس لپاره روا دي کوم يې چې په خپل شوق او ذوق سره لولي او د هغه په زړه کې له اول نه تر اخيره پورې د بې رغبتي هيڅ ډول وسوسه رانشي، مګر د شبينو دغه رواج کوم چې په عامه توګه په جوماتونوکې تر سره کيژي نه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په مبارکه زمانه کې وه، نه د صحابه کرامو  رضی الله عنهم  په زمانه کې وه، نه له مجتهدينو څخه دا عمل منقول دى چې هغوى دې په عامه توګه له جماعت سره په يوه شپه کې قرآنکريم ختم کړى وي، يا يې د دې امر کړى وي، يا يې په خپله شبينه کړې وي، او تجربه په دې شاهده دى چې په دغو شبينو کې ډير مکروهات او محرمات تر سره کيژي، د همدغو لاملونو په بناء مروجه شبينه کومه ښه او د ثواب خبره نه ده ([9]).

د تراويح لمانځه وخت کوم يو دى

پوښتنه : د تراويح لمانځه وخت کوم يو دی؟

ځواب : د تراويح لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه څخه وروسته تر صبا پورې دی، له وترو څخه دمخه هم او وروسته هم د تراويح لمانځه وخت دی، يعنې که يو څوک د تراويحو يو شمير رکعتونه وکړي او امام په وترو ودريږي او دغه کس له امام سره وتر وکړي او د تراويحو هغه پاتې رکعتونه له وترو وروسته وکړي نو جائز دی ([10]).

د تراويح په مينځ کې وقفه کول

پوښتنه : د تراويح کولو په وخت کې څومره وقفه کول پکار دي؟.

ځواب : د تراويح په لمانځه کې له هرو څلورو رکعتونو وروسته دومره وخت وقفه کول په څومره وخت کې چې څلور رکعتونه شوي وي مستحب دي، مګر که چيرته په همدومره ناسته کې خلک تنګيدل نو کمه وقفه دې وکړى شي ([11]).

په سفر کې د تراويح حکم

پوښتنه : په سفر کې خو قصر لازم دى، آيا د تراويح کولو په سفر کې ضروري دي او که معاف دي؟.

ځواب : د تراويح تاکيد په سفر کې نه دى شوى، که موقع وه کول يې بهتر دي او که موقع نه وه نو پريښودل يې روا دي ([12]).

له وترو وروسته د تراويح کولو حکم

پوښتنه : په يو شمير سيمو کې ځينې خلک د تراويح له لمانځه دمخه وتر تنها (منفرداً) وکړي، بيا له امام سره تراويح وکړي او ځي او په وترو کې له امام سره ګډون نکوي، آيا په دې طريقه وتر کيژي او که نه؟.

ځواب : له کومې وجهې نه چې تراويح له وترو وروسته کيژي همدا ډول که د ونرو لمونځ هم له تراويح دمخه وکړي شي نو وتر کيژي، البته افضل او بهتر دا دي چې وتر په اخير کې په جماعت سره وکړى شي ([13]).

د تراويح لمانځه رکعتونه او طريقه يې

پوښتنه: د تراويح لمانځه څو رکعته دي او طريقه يې څه ده؟

ځواب : شل رکعته له لسو سلامونو سره سنت دي، يعنې په يوه نيت سره دې دوه دوه رکعته کوي او له هرو څلورو رکعتونو څخه وروسته لږ آرم کول مستحب دي ([14]).

په تراويح کې د نا بالغه امامت

پوښتنه : يو هلک د قرآن حافظ دى، د هغه عمر دا وخت د شعبان المعظم پر ختميدا څوارلس کاله او نه مياشتې شو، په ښکاره د بلوغ هيڅ نښې نه پکې ليدل کيژي، نو داسې هلک د همدغه کال په رمضان کې د تراويح لمونځ ورکولاى شي او که نه؟.

ځواب : که چيرته د رمضان المبارک له راتلو دمخه د هغه احتلام شروع شوى وي نو د داسې هلک امام جوړول او د هغه شا ته لمونځ کول صحي دي، او که داسۍ نه وي بيا نه دي صحي ([15]).

په تروايح کې له امام سره په تکبير تحريمه کې ګډون نکول

پوښتنه : يو شمير خلک د تراويح په لمانځه کې له امام سره يو ځاى نه ولاړيژي، بلکې ناست وي او کوم وخت چې امام رکوع ته ځي نو له هغه سره شامل شي، د داسې خلکو حکم څه دى؟.

ځواب : بلا وجه په داسې تاخير کولو کې د لاپرواهي او سستي مظاهره دى، کومه چې فقهاء کرامو مکروه تحريمي ګڼلې دى، له دې پرته د داسې خلکو د قرآنکريم ختم هم مکمل نه شمارل کيژي ([16]).

د تروايح په مينځ کې ارام کول

پوښتنه : په دغه ارام کولو کې به غلی کيني او که څه به وايي؟

ځواب : هر چا لره اختيار دی، که غلی کيني، که کرار کرار قرآن مجيد لولي، يا تسبيح لولي او که ځانته نفلي لمونځ کوي ([17]).

په تراويح باندې اجرت اخيستل

پوښتنه : په رمضان کې د قاري (حافظ القرآن) لپاره خلک چنده جمع کوي، هغه ته جامې او نور شيان ورکوي، يا اول له هغه سره روپۍ مقرروي او بيا هغه را غواړي، آيا دا روا دي؟.

ځواب : د تراويح کولو لپاره د اجرت ټاکل بيخي ناروا دي، او که چيرته له اجرت پرته قاري نه پيدا کيدو نو په (الم ترکيف الخ) سره دې تراويح وکړى شي، هو ! که چيرته له اجرت پرته کوم قاري تراويح ورکوي او کوم کس په خپله خوښه هغه ته د هديه په توګه کوم شى ورکوي نو د دې ورکول او اخيستل روا دي، مګر نن صبا دا کار دومره لازمي شوى چې هغه هم يو ډول فيصله شوى اجرت جوړ شوى، له دغه التزام څخه پرهيز کول لازمي دي، دويم دا چې په دې ډول چنده کولو کې نور ډير مفاسد دي، له دې څخه پرهيز کول پکار دي ([18]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٧.

([2]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢٥٤، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الصلوة، باب قيام شهر رمضان، الفصل الاول، ص : ١١٤، مرقاة المصابيح، کتاب الصلوة، باب قيام شهر رمضان، الفصل الاول، ج : ٣، ص : ٣٦٧ – ٣٦٨، وکذا في اعلاء السنن، کتاب الصلوة، باب التراويح، ج : ٧، ص : ٥٧ – ٥٨.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٦٢، بحواله : ابن ماجه شريف، ص : ٩٤، نسائي شريف، ص : ٣٠٨، کتاب الصيام، مسند احمد، ج : ١، ص : ١٩١، مستدرک حاکم، ج : ١، ص : ٤٤٠.

([4]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٨٤، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ١١٨، البحر، ج : ٢، ص : ٦٧، الخانية، ج : ١، ص : ٢١٠.

([5]) فتاوى عثماني، ١ : ٤٥٩، بحواله : الشامية، ج : ٦، ص : ٥٦، امداد المفتيين، ص : ٣٦٥، فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٤، ص : ٢٦٢ – ٢٩٨، امداد الاحکام، ج : ١، ص : ٦٥٤.

([6]) کفيات المفتي، ٣ : ٣٩٧، بحواله : الشامية، مبحث صلاة التراويح، ج : ٢، ص : ٤٥.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٨٧، بحواله : البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٧٤، باب الوتر والنفل.

([8]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢٥٨، بحواله : تنوير الابصار مع الدرالمختار، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٤٥، السنن الکبرى للبيهقي، کتاب الصلوة، باب ما روى في عدد رکعات القيام في شهر رمضان، ج : ٢، ص : ٤٩٦.

([9]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٠٢، بحواله : الدرالمختار، مبحث صلاة الوتر، ج : ٢، ص : ٤٧.

([10]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٧.

([11]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٩٤، بحواله : حلبي کبير، ص : ٤٠٤.

([12]) کفايت المفتي، ٣ : ٤٠٤، بحواله : التنوير وشرحه، باب صلاة المسافر، ج : ٢، ص : ١٣١.

([13]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٨٦، بحواله : الشامي، ج : ٣، ص : ٤٤، حاشية الطحطاوي، ص : ٤١٣.

([14]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٧.

([15]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢٧٨، بحواله : الدرالمختار، کتاب الحجر، فصل في بلوغ الغلام بالاحتلام الخ، ج : ٦، ص : ١٥٣، ردالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٧٧ – ٥٧٨.

([16]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٩٢، بحواله : الجوهرة النيرة، ج : ١، ص : ١٢٧، التاتار خانية، ج : ١، ص : ٤٨٧.

([17]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٨.

([18]) فتاوى عثماني، ١ : ٤٦٠، بحواله : الشامية، ج : ٦، ص : ٥٦، امداد المفتيين، ص : ٣٦٥، فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٤، ص : ٢٦٢ – ٢٩٨، امداد الاحکام، ج : ١، ص : ٦٥٤.

لوی ټکي: امامتراويحتکبيرلمونځ
مخکینې مطلب

حامدکرزي؛ دجګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې دسولې لپاره دې نظامي عملیات ودروي

بل مطلب

د اسلامي همکاریو سازمان: د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوو

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com