کابل ټکی کام( یکشنبه، ۳وږی، ۱۳۹۸)
د اسلامي همکاریو د سازمان یوه لوړ پوړي غړي جنرال محمد العثیمین ویلي چې د افغان سولې له روانو خبرو او هڅو پوره ملاتړ کوو.
نوموړي ویلي چې افغانستان په سیمه کې یو مهم هیواد دی او په ټکو یې چې ټوله نړۍ باید په دې هیواد کې د امن او ثبات د قیام لپاره هلې ځلې وکړي.
د اسلامي همکاریو د سازمان دغه سکرتر دا خبرې په جده ښاره کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره د لیدنې پر مهال کړي دي.
اشرف غني په داسې حال کې تیره ورځ سعودي ته خپل سفر پیل کړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې وروستیو شیبو ته رسیدلي او ویل کیږي په نږدې ورځو کې به هوکړه لاسلیک شي.
د رسنیو د راپورونو له مخې چې امریکا له افغان حکومت سره خپلې اړیکې خرابې کړي او د ولسمشر غني سعودي ته سفر هم له امریکا سره د اړیکو پر بیا جوړولو تعبیروي.
















