کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وتلې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې د ټاکنو او سولې خبرو په تړاو یومفصل مطلب خپور کړی او زیاته کړې ده، په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ جوړجاړی نږدې کېږي ولسمشراشرف غني پر وخت د ولسمشرۍ ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کوي.
ورځپاڼه لیکي، دغني همکاران دده بر خلاف له طالب استازو سره د لیدلو لپاره په چټکۍ تیاری نیسي، ترڅو خپل راتلونکی ډاډمن کړي.
ورځپاڼه زیاتوي، د سولې اومذاکراتو د کېدونکې هوکړې او د افغانانو خپل منځي خبرو په اړه داشرف غني نږدې سلاکار او د اداري اصلاحاتو د کمېسیون مشر نادر نادري پوښتلی، هغه ویلي ټاکنې که ګډون کوونکي یې لږ هم وي له هغه حکومت غوره دي چې صلاحیت ونه لري.
نادري چې د دوحې په وروستۍ غونډه کې یې د حکومت په استازیتوب ګډون کړی و، ویلي حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره په چټکۍ چمتووالی نیسي چې د ده په وینا کېدای شي په راتلونکو څو اونیو کې پيل شي.
دې خبرو ته د تیاري په لړ کې د نادري په وینا همدا اوس یوه وړه ډله په ښه بڼه د خبرو ترسره کولو لپاره روزل کېږي، ترڅو طالبانو سره په قوي روحیه خبرې وکړي.
واشنګټن پوسټ داسې مهال ددې ټیم له روزنې خبر ورکوي چې طالبان لاهم په خپل دریځ کلک ښکاري، دوی له بین الافغاني مذاکراتو وړاندې لومړی له امریکایي لوري سره دخارجي ابعادو نهایي کول غواړي.
















