کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۶وږی، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د مرکچي ټیم غړي سهیل شاهین ویلي چې ډیر ژر به خپل ملت ته یو ښه زیری ولري.
شاهین لیکلي چې مذاکرات به نن هم دوام ولري او په وینا یې چې وروستي توافق ته سره نږدې شوي دي.
نوموړي په خپل ټویټر لیکلي دي: “نن هم مذاکرات دوام کوي. وروستي توافق ته نږدې شوي یو. هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو.”
ځینو سرچینو تیره ورځ خبر ورکړی وو چې دواړه لوري توافق ته رسیدلي او اوس په ځینو تطبیقي مواردو باندې بحث روان دی.
د قطر خبرو ته یوې نږدې سرچینې کابل ټکي کام ته هم تائید کړې چې خبرې نهایي پړاو ته رسیدلي او ژر به د موافقې د رسمي لاسلیکیدو نیټه او ځای اعلان شي.
د یادونې وړ ده چې دا د طالبانو او امریکایانو ترمنځ نهم پړاو مذاکرات دي چې وروستي او نهایي بلل کیږي.