امريکا: وسله وال بريد کې پنځه تنه وژل شوي، شپاړلس ټپيان دي

کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۰، یک شنبه)

د امريکا په تکزاس ایالت کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې يوويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوليس وايي، برید کوونکی ۳۵ کلن سپين پوستی دی چې له خپل موټر څخه يې پر خلکو ډزې کولې زياتوي د دغه برید پر مهال پنځه تنه وژل شوي او شپاړلس نور ټپيان دي.

دغه بريد پرون د شنبې په ورځ وروسته له غرمې د تکساز په اوديسه او ميډلنډ ښارونو کې رامنځته شوې ده.

پوليس وايي، بريدګر يې پيژندلی او تر پلټنو وروسته به يې په اړه نور جزيات خپاره کړي.

برید کوونکي لمړی پر یوه پوليس ډزې وکړې او د هغه له وژلو وروسته يې پر نورو خلکو ډزې پيل کړې چې ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

تر اوسه د دغه بريد اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو د امريکا په بيلابیلو ولايتونو کې په وروستيو کې ورته ډول بريدونه ترسره کيږي چې امریکايي وګړي يې اندېښمن کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button