پر کندوز د طالبانو جګړه او پر سوله یې اغېزې!!

له پرون راهیسې د طالبانو له لوري پر کندوز ښار له څو خواوو درنه جګړه پيل شوې چې د طالبانو په وينا حکومتي لوري ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې؛ بل خوا بيا حکومتي لوری هم ځان ته د ډاډ په شکل وايي چې طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې او وخت پر وخت ورته تازه دمي ځواکونه رسيدګی کوي. دغه جګړه چې نن هم روانه ده او طالبان پکې د ښار له دروازو وراوښتي او وخت پر وخت ناحيې، پوستې او ښاري سيمې نيسي. خو دلته شنونکي او زياترخ خلک مختلف ګومانونه کوي او په دې تشويش کې اخته چې دغه جګړه به پر افغان سوله څه اغېز ولري او د افغان سولې لپاره به له ځانه سره څه تأثرات ولري. په داسې حال کې چې د سولې مذاکرات هم دا دی لسم پړاو ته داخل شول او د امريکايي ځواکونو پر وتلو او له ائينده افغانستان څخه د خطر د نه پېښېدلو پر مهمو مادو دواړو خواوو هوکړه هم کړې ده.
که څه هم د ځينو شنونکو پر باور چې دغه جګړه به پر افغان سوله ناوړه اغېزې ولري او امريکا چې سر له اوسه هم ځينې وخت وايي چېځواکونه له افغانستان څخه نه باسو او ځينې وخت بيا لا دا هم وايي چې که ځواکونه وباسو هم نو استخبارات به مو په دې سيمه کې فعال وي. نو دغه جګړه به د امريکا دريځ نور هم مذبذب او ګډوډ کړي خو خبره دا ده چې امريکا افغانستان ته په زور راغلې او دا چې اوس يې مذاکرات پيل کړي دي دا هم د زور له امله دي کنه د امريکا تاريخ دې وکتل شي چې له چا سره يې هم سوله ييز مذاکرات نه دي کړي او نه هم چاته داسې په ننواتې او عذرانه شکل ورغلې لکه څنګه چې اوس طالبانو ته ورغلې. نو ځکه بايد ووايو چې امريکا او ګوډاګيان یې يوازې د زور په ژبه پوهېږي د قلم او خبرو په چل که څه هم پوهيږي خو ځان نه پوهوي بلکې يوازې او يوازې له زوره کار اخلي. نو بايد په همدې شکل له زوره ورسره کار واخيستل شي. او يا هم همدغه عمل کوم چې طالبانو ورسره غوره غوره کړی دی؛ سم او اغېز لرونکی دی.
په پای کې بايد ووايو چې د طالبانو له لوري پر کندوز حمله امريکايانو او ګوډاګيانو ته څرګند پيغام ورګوي چې افغانستان څوک هم نشي نيولی او افغانان په هره ژبه پوهېږي.که هغه زور وي او که رضا يا سوله.


