پمپيو د افغانستان پر وضعيت او سولې وروستيو پرمختګونو په اړه ناټو چارو سره خبرې کوي
کابل ټکی کام (۱۳۹۸، وږی ۱۲، سې شنبه)
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پمپيو په افغانستان کې د روان وضعيت او طالبانو سره د سولې د وروستيو پرمختګونو په اړه له ناټو چارواکو سره خبرې کوي.
ټاکل شوې چې نوموړی نن د سې شنبې په ورځ بروکسل ته ورسيږي او هلته د ناټو چارواکو سره د يادو موضوعاتو په اړه بحث وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طلوع نيوز سره په مرکه کې وويل، چې طالبانو سره يې د سولې هوکړه نهايي شوې او یوازې پر دغه هوکړه د ټرمپ لاسليک پاتې دی.
خليلزاد وويل، چې طالبانو سره په دغه هوکړه کې منل شوې چې په افغانستان کې د دی پنځه سترې پوځي اډې به په ۱۳۵ ورځو کې خالي کوي.
نوموړي ويلي، چې د طالبانو پر خلاف يې جګړه نه ده ګټلې بلکې لا يې شدد پيدا کړی په وينا يې دغه موافقه به د تاوتريخوالی کچه راکمه او بين الافغاني مذاکراتو ته به لاره هواره شي.



