هیله ده د غلامانو سرونه به یو څه نور هم خلاص شوي وي

انجنیر عمیر ویاړ

د خلقیانو پر وخت به چې کله هم مجاهدینو کوم عسکر د جګړ پر مهال ژوندی ونیو نو بله بهانه به یې نه درلوده بس یواځې همدا یوه بهانه به یې تکراروله چې : صیب بخدا مرا به زور اورده!

معنا دا چې زه  په دې جنګ جکړې راضي نه یم خو زه حکومت په زور راوستی یم.

اوس هم ډیری منافقینو د موجوده امریکایي ادارې په ننګه خوله وازوله خو اوس حالاتو ته په کتو ورو ورو خپله ژبه بدلوي او هڅه کوي چې د عسکر په څیر بالاخره ووایي چې مونږ د مجبوریت له کبله منافقین او بې دینه شوي و.

خو لا یې هم په پوره توګه سرونه نه و خلاص خو خلیلزاد په بیګانۍ مرکې سره چې له سخت انتظار ورسته بیګاه نهه بجې ټولو تلویزیونونو ته په دې موخه ځغاستل چې ګوندې د بادار له استازي به کوم داسې پیغام تر لاسه کړي چې سهار ته پرې مسلمانانو ته طعنې ورکوي خو خبره سرچپه شوه د خلیلزاد په ترخو پیغامونو سره د منافقینو حلقونه ترخه شول او د مایوسۍ په ډکه دنیا کې د خوب بسترې ته په داسې حال کې ستانه شول چې سترګې یی نشوای پورته کولی او چې پوښتنه به ترې وشوه چې خلیلزاد څه وویل ځواب به یې دا و چې بس لګیا و خو سم پوه نه شوو!!؟!؟

حال دا مکمل یې غوږونه خلاص شوي ځکه چې خلیلزاد څه په انګلیسي ندی غږیدلی بلکې د هیواد په ژبه یی په څرګنده وویل چې د طالب په وړاندې مو جګړه بایللې ځواکونه باسو اسلامي امارت نه غواړو خو ومو منلو امریکا ته تر ټاکنو د سولې دا پروسه مهمه ده او طالبان به امنیتي ارګانونه اصلاح کوي او داسې نور…

دا ټول هغه څه چې د امریکا په شیدو ستر شوي منافقین او بې دینان یې بیګاه څړ غوږونه د خوب بسترې ته واستول خو یقیني ده چې سرونه به يې یو څه نور هم خلاص شوي وي خو چې کله طالبان په ارګ کې وګوري ایله به د فرعون په څیر چېغه کړي چې آمنت برب موسی و هارون.

مربوطه مطالب

Back to top button