کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ وږی ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو له سختې جګړې وروسته دکندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
دا ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې دطالبانو په سخته محاصره کې وه چې نن شنبه طالبانو دیادې ولسوالۍ دنیولو خبر ورکړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې نن مازدیګر یې ددې ولسوالۍ مرکز او ټولې امنیتي پوستې په ټولیزه توګه نیولي.
مجاهد زیاتوي، دجګړې په ترڅ کې یې ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژلي او ټپیان کړي دي، اوپاتې په تېښته بریالي شوي دي.
















