میدان وردګ: د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې نهه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وږی ۱۸، دوشنبه)

د میدان وردګو ولايت په سيدا اباد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې نهه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دغه بمباري تيره شپه د یادې ولسوالۍ د تنګي درې مربوط د جوی زرين بازار ته څيرمه د ملکي وګړو پر يوه موټر ترسره شوې ده.

ځايي اوسيدونکي وايي، په بمبارۍ کې د یوه پلار عبدالرحيم او د هغه درې زامن، نهه تنه نور ملکيان وژل شوي دي.

د سيمې خلکو د ملکي خلکو د وژنې په غبرګون کې لاريون کړی او د کابل- کندهار لويه لاره يې تړلې ده.

لاريون کوونکي د امريکا او ګډ حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او د بمباريو د ودرولو او ملکي خلکو د وژنې لړۍ د بنديدو غوښتنه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په هوايي بريد کې ملکي وګړي هدف ګرځي بلکې تر دې مخکې هم د ګډو ځواکونو په هوايي بريدونو، شپنيو عملياتو کې په قصدي ډول ملکي خلک او کورونه په نښه شوي او هغوی ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Related Articles

Back to top button