جهاد/عُقابي جانان

جهاد/عُقابي جانان

 

اول به سر ته رسوو خپل دفاعي جهاد

که خير وو بيا به پيلوو مونږ اقدامي جهاد

 

د هيچا ظلم او انصاف يې ختمولی نشي

وي په هر حال کې تر قيامته به جاري جهاد

 

دا په مونږ فرض دی اوهم دا د پاک رسول سنت دی

په هيڅ صورت به هم ترک نکړو دا فرضي جهاد

 

مونږ د جهاد او مغازي درسونه ښه ياد کړي

دی بيان کړی پاک قرآن او بخاري جهاد

 

اوس يې فساد، دهشتګردي او تِروریزم بولي

وخت راروان دی بيا به هرڅوک اومني جهاد

 

د دين بقا او د اسلام د سرلوړۍ لپاره

بايد مونږ وکړو هم مالي او هم ځاني جهاد

 

لا خو يې تورې ايښي ندي ” عُقابي جانانه

لا خو کوي په ډېره مينه شازلمي جهاد

Related Articles

Back to top button