کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ وږی ، ۱۳۹۸ل)
د نیویارک ټایمز ځوان او مشهور خبریال مجیب مشال په خپله ټوېټر پاڼه له بي بي سي پښتو څانګې څخه شکایت کړی چې د نیویارک ټایمز خبر یې له غلا وروسته بې حده تحریف کړی دی.
بي بي سي پښتو د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي دي،«طالبانو امریکايي مرکچیان اړ کړل چي په ټاکنو کي د ولسمشر اشرف غني د بیا بریالي کېدو مخه ونیسي او له هغه سره په واک کي له شریکېدلو ځان وساتي.»
مجیب مشال وايي نیویارک ټایمز اصلا داسي څه نه دي لیکلي. په بل عبارت، بي بي سي پښتو له خپله ځانه دا چرندییات لیکي دي، او د نیویارک ټایمز تر نامه لاندې یې تېر کړي دي چې دا د ژورنالیستي قوانینو څخه ښکاره سر غړاوی او بغاوت دی.
په میډیا کي، داسي څرګنده فرهنګي غلا او تحریف یوازي د هغو مطبوعاتي مرکزونو کار دی چي مخصوصه او شریره اجنډا ولري. د بي بي سي د پښتو څانګي اجنډا د اشرف غني لپاره کمپېن او فرهنګي جوالي ګري ده.
پدې تېرو څو کلونو کي، بي بي سي پښتو څو ځله فرهنګي غلاوي کړي دي، اخبار يې تحریف کړي دي، او د ارګ د مکارو رهبرانو لپاره يې د بي بي سي نوم او حیثیت ته کاري صدمې رسولې ده.
دبي بي سي له دې مطلب وروسته یوشمېر طالب ضد کړیو دادغني په حقانیت دلیل باله، خو دټایمز خبریال ددې برعکس بي بي سی له کلک برید سره مخ کړه چې تر دې وروسته به لا خپل نوم اوحیثیت تر صفره راښکته کړي.
















