فراه: طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ نیولې ده

کابل ټکی کام( شنبه، ۲۳وږی، ۱۳۹۸)

د ورکړل شویو راپورونو په اساس د فراه د بالابلوک ولسوالۍ نن ماسپښین مهال د طالبانو تر ولکې لاندې راغله.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم په خپل ټویټر د یادې ولسوالۍ د نیول کیدو خبر ورکړی خو جزئیات یې لا نه دي ورکړي.

نوموړي لیکلي: “‏‎نن غرمه د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ سره له ټولو نظامي مراکزو او پوستو د اسلامي امارت دمجاهدینو له لوري په بشپړ ډول فتحه شوه. جزئیات وروسته”

بالابلوک ولسوالۍ په فراه کې یو ستراتیژیک موقعیت لري چې د څو ولایاتو لار پرې پرته ده.

یاده ولسوالۍ له ډیر وخت راهیسي د طالبانو تر محاصرې لاندې وه.

طالبان په داسې وخت کې د بالابلوک ولسوالۍ د نیول کیدو خبر ورکوي چې په تیرو څو ورځو کې یې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې ۶مه ولسوالي ده چې تر خپل کنترول لاندې یې راولي.

مربوطه مطالب

Back to top button