ماچې د مینې  له  بازار  څخه  ښکلا   راوړې!!

 

 

صابرجان محصل

 

ماچې د مینې  له  بازار  څخه  ښکلا   راوړې

مړاوي ژوندون ته مې د هیلو نوې ساه راوړې

 

د خیال کوترې مې د وخت پر طبیبانو ګرځي

زخمي  زړګي  ته  یې د  درد  بله  دوا  راوړې

 

د زړګي للمې به مو شنې شي د رحمت په باران

اسمان وریځ دی زموږ تر کلي یې برېښنا راوړې

 

د ساحرانو ښاماران به اوس ژوندي تېروي

ما د موسی  نبي  هغه  زړه  امساء  راوړې

 

د نوح طوفان د نیل څپې د ابابیلو ګوزار

بس ظالمانو ته مې دغه ښه جزا راوړې

 

فلکه نور مو  ابتلا  کې د  غم  مه  ازمایه

تحفه کې موږ درته د خوار یتیم ژړا راوړې

 

غافل زلمي لږ تخنوومه د.صابر. قلم یم

په پټه خوله مې د بلال ښکلې صدا راوړې

مربوطه مطالب

Back to top button