سرليکنه
نړۍ خورې امریکا له هغې ورځې چې اسلامي خلافت ړنګ شو د اسلام، مسلمانانو او اسلامي هیوادونو د مهارولو په موخه داسې ډول ډول دسیسې په لاره اچولي چې اسلامي نړۍ بیا ځلې ونشي کړای څو په یوه مشر راغونډ شي، یو موټی شي او د خپلو دښمنانو په خلاف یو ځواکمن سوک شي.
له دسیسو څخه یوه ستره دسیسه یې د ټولټاکنو پروسه ده چې د غربي یهودو او نصاراو لخوا یې ابتکار شوی او په داسې ډول مهندسي شوې چې هرو مرو به یې لاسپوڅی واک ته رسوي او د خاورې اصیل بچی به حاشیې ته کوي.
تاسې نن ټولې اسلامي نړۍ ته پام وکړۍ چې د همدې ټولټاکنو په وجه نن امریکایي تالي څټي واک ته په زر او زور او تزویر سره د قدرت ګدۍ ته رسول شوي او که فرضا کوم هیواد کې مسلمانانو اکثریت ګټلی هغه یې هم په ډول ډول پلمو نسکور کړي لکه الجزایر ، ترکیه ، مصر او نور…
تر دې ټولو په ډاګه جوتیږي چې دا غربي فارمولې د هیوادونو د سوکالۍ په موخه نه بلکې په یوه ځانګړې لارې قدرت امریکا پلوو ته لاس کې ورکول دي څو د تل لپاره د امریکا د کلتوري او اقتصادي ګټو ساتنه وکړي که څه هم هغه د مسلمانانو په ټولوژنو او د هیوادونو د ورانولو په بیه هم تمام شي نو ځکه په زغرده ویلای شو چې دا ټولټاکنې نه بلکې د امریکایي ګټو د ساتنې هغه فارمولې دي چې هیوادونه په تیره بیا اسلامي نړۍ ایل کوي چې د جنګ په واسطه له ایل کولو یې خورا اسانه او ارزانه لار ده ده.
استعمار په ډیرې زیرکۍ سره ورځ تر بلې نوې او تازه طریقې ایجادوي څو وکولای شي خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
















