کابل ټکی کام ۰۲سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو ساعتونه وړاندې ځینو رسنیو د ملي امنیت د عمومي ریاست د اعلامیې له مخې خبر ور کړ چې دوی د کابل بګرامیو کې پر طلوع نیوز د برید په تور یو ۸کسیز ګروپ نیولی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې په یوه پیغام کې ویلي دي چې «مونږ دا جعلي او غیر واقعي خبر په کلکه ردوو.»
پیغام کاږي چې د پروني برید ټول ترتیبوکونکي ملګري یې تر خپلو ځایونو پورې روغ رمټ رسېدلي دي، هېڅ یوه ته هم کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.
مجاهد په پیغام کې د کابل ادارې د امنیتي کړیو په اړه ویلي دي چې دوی تل د خپلو «خجالتیو او ناکامیو» څخه وروسته د عوامو د غولولو لپاره دا ډول خبرونه خپروي.
مجاهد وایي، دوی ټولو هېوادوالو او خپلو جنګیالیو ته ډاډ ورکوي چې په تېرو ۴۸ساعتونو کې یې یو جنګیالی هم نه دی نیول شوی.
مجاهد زیاتوي، د داسې «مجاهد» نیول چې د داسې پېچلیو بریدونو پلانونه برابروي، دومره اسانه کار نه دی.


















