ايا پر باچاخان پوهنتون بريد به د افغانستان او پاکستان په  اړيکو بد اغيز وکړي؟

« سرليکنه »

په افغانستان کې کورنيو جګړو او د بهرنيو په مقابل کې مقاومتونو افغان ولس له هر  پلوه وځاپه، د اقتصاد نه نيولې چې د څو درجو ته رارسيدلی او د ژوند ټولې اړتيا وې يا له بهره په مرستو او يا سوداګريزو پوره کېږي. په داخل د هېواد کې دومره څه نشته چې دژوند تېرولو اړتياوې پوره کړي ؛ خو زيات بد اغيز د افغان ولس د اولادونو په تعليم يا ښوونه او روزنه وشو ، چې ځوان نسل که په ښاري سيمو کې ژوند کوي د پرديو د کلتور د اثر لاندې راغی او که په ولسواليو او له پرتو سيمو کې دي کاملا له ښوونې او روزنې محرم پاتې شو.

سره له دې چې غربي رسنۍ د طالبانو پرخلاف تبليغات کوي ، چې د ښوونځيو زياته برخه يې د سقوط سره مخ کړې ؛ خو حال دا چې طالبانو په بشپړه توګه د ښوونې او روزنې په برخه کې د ولس سره مرسته کړې، ترڅو راتلونکی نسل له روزنې محرم پاتې نشي.

په افغانستان کې ولسي وګړي د طالبانو په پاليسۍ ، چې تعليم کې مرسته کوي خوښ دي  او دا ګام يې د راتلونکي لپاره د روښانه سباوون په زيري بللی دی؛ خو بد بختانه تېره ورځ د کوزې پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پر پوهنتون مرګونی بريد وشو ، چې نه يوازې پاکستانی ولس ؛ بلکې ټول افغان ولس په دې مرګونې پېښه غمجن شو.

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه ، نه يوازې داچې مذهبي او کلتوري يوالي لري په ډېرو برخو کې يې د ژبې يوالی هم ثابت شوی، يو شمېر غربي تبليغاتي رسنۍ غواړي د دواړو هېوادونو د ولسونو اړيکې په دارنګه پېښو خړې کړي.

د دواړو هېوادونو اړيکې به په سياسي سطحه کله خړې او کله عادي حالت ته راګرځي ؛ نو ولسونه يې په ټوله کې د اسلامي وروګلوۍ په بنياد يو دي او يو به وي.

يو شمېر غربي رسنيو دې خبرو ته هوا ورکړې چې د باچاخان پر پوهنتون بريد ګرو د افغانستان له خاورې رهبري ترلاسه کړې او د افغانستان د طالبانو لخوا ورسره مرسته شوې ده ، حال داچې د افغاسنتان طالبان هېڅکله دا ډول قدم نه پورته کوي او نه به يې پورته کړي. افغان ولس چې طالبان هم د همدې ولس برخه او اولاد دی پاکستان خپل دوهم کورګڼي چې د هجرت په درو کې تراوسه پورې پاکستانی ولس د افغانانو سره کومه اخلاقي ، انساني او اسلامي مرستې کړي هغه د هېريدو نه دي. د بهرنيو غربي رسنيو د تبليغاتو ځواب خو خپله د پاکستان او افغانستان د ولسونو ورورګلوي او د مذهب او کلتور يوالی ورکوي ، ټول افغان ولس په دې دردوونکې پېښه ژور خفګان څرګند کړ، چې د بې ګناه ځوانانو او ماشومانو وژل نه يوازې دا چې په اسلام کې ستره ګناه ده؛ بلکې په نورو اديانو کې هم د دوی وژل حرام ګرځول شوي دي.

 افغانانو په ثبوت سره ښودلې ده ، چې پر پاکستان هرډول تيری او ظلم کېږي افغان ولس به ورسره په څنګ کې ولاړ وي ، لکه څرنګه چې پاکستانی ولس د روسي يرغل نه تراوسه پورې له افغانانو سره هرډول ستونزې ګاللي، دارنګه به افغان ولس هم د پاکستان ولس سره په هرډول ستونزو کې ولاړ وي.

غربي رسنۍ او د دواړو هېوادونو د ولسونو د ښمنان هڅه کوي چې د دوی ترمنځ اړيکې خرابي کړي ؛ خو ان شاءالله دښمنان به دا ارمان له ځانونو سره خاوروته يوسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button