کابل ټکی کام( دوشنبه، ۸تله، ۱۳۹۸)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د بري ادعا رد کړې ده.
ډاکټر عبدالله نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې د دوی ټیم زیاتې رایې ترلاسه کړي او همدوی ګټونکي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د عبدالله دې ادعا ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له وخت مخکې داسې خبرې کول د قانون خلاف عمل دی، او باید ونه شي.
دغه خبرې له ډیوه راډیو سره د دې کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات کړي، ده همدا راز په نورو کاندیدانو هم غږ کړی چې له ورته ادعاوو دې تیر شي.
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخواني مشر، لیکوال او څيړونکي عبدالستار سعادت پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دواړو کاندیدانو د بري اعلان کړی او په ټکو یې، همدا د بحران پیل دی.
هغه لیکلي: “دا دی دواړو لوریو د بریا اعلان وکړ او په ټاکنو کې همدا د بحران پیل وي”
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو پایلو ته خلک خوشبین نه دي او وایي چې ممکن دا ځل حالت د تیر وار نه هم زیات بحراني او خراب شي.


















