راپورتاژ: عبدالرحمن
په افغانستان کې د تيرې شنبې په ورځ د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نيټه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول چې د څارونکو بنسټونو، نوماندانو او راپورونو له مخې پراخې درغلۍ پکې شوي چې ښايي دغه ټاکنې یو ځل بيا جنجالي خبره دوهم پړاو ته یوسي او يا هم د ګډوډيو لامل وګرځي.
د انتخاباتو په سبانۍ ورځ ولسشمرۍ ته نوماند حکيم تورسن د برياليتوب ادعا وکړه او غوښتنه يې وکړه چې نور دې ورته د نوماند نه بلکې د اولسمشر لقب ورکړل شي.
دغه راز د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټيم لومړی مرستيال امرالله صالح امریکا غږ راډیو سره په مرکه کې د خپل بري اعلان وکړ ويې ويل، چې د دوی ارزونې دا دي چې دولت ساز ټيم له پنځه شپيتو تر اويا سلنه رايې ګټلي دي.
د صالح د څرګندونو په غبرګون کې پرون ډاکټر عبدالله په یوه خبري کنفرانس کې د خپل بري خبرې وکړې او زياته يې کړه چې انتخابات به دوهم پړاو ته نه ځي او دوی ګټونکي دي.
د عبدالله د پرونيو خبرو په غبرګون عبدالله یو ځل بيا څرګندونې کړي وايي، چې هيڅوک دې کوڅه يي او خيالي قضاوتونه نه کوي، د خلکو رايو ته دې درناوی وکړي او د کمېسيون اعلان ته دې په تمه شي.
وړمه ورځ د ولسشمرۍ انتخاباتو نهه نوماندانو ويلي و چې په انتخاباتو کې د خلکو د کم ګډون، درغليو، د بايو مټريک سستم خرابوالي، او د انتخاباتو کمېسيون له لوری د حاکمو ټيمونو په ملاتړ کار کولو له امله دوی د ټاکنو پايلې نه مني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډاکټر عبدالله او امرالله صالح د ادعاو په اړه پرون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې ولسمشرۍ نوماندان دې د ټاکنو د پايلو تر اعلان مخکې له وړاندوينو او ادعاوو کولو ډډه وکړي.
په اعلاميه کې راغلي، چې نوماندان دې د ټاکنو له پايلو مخکې ځانونه بريالي نه اعلانوي او دی بايد حساب ورکوونکي و اوسي څو په یاده پروسه د خلکو باور بيرته ترلاسه شي.
د شکايتونو کمېسيون مرسيتال دين محمد عظیمي له انتخاباتو دوه ورځې وروسته وويل، چې نږدې دوه نيم زره د درغليو شکايتونه ثبت شوي او یاد ارقام د تغير په حال کې دي، ښايي نور شکايتونه هم ثبت شي.
په عين حال کې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون پخوانی مشر او حقوقي کارپوه عبدالستار سعادت د انتخاباتي لانجو په تړاو وايي، چې وروستيو ولسمشريزو انتخاباتو خبره د لانجمن کېدو په لور روانه ده.
د سعادت په وينا، د رايه ورکوونکو ليست کې نمګړتياوې، د بايومټريک سستم خرابوالی، په پراخه کچه درغلۍ او د انتخاباتو کارکوونکو له خوا له خلکو سره ناوړه چلند دا په ګوته کوي چې دغه انتخابات دوهم پړاو ته ولاړ شي په خبره يې دوهم پړاو کې هم د ورته ستونزو امکان زيات دی.


















