سومالیا: دحرکة الشباب ډلې پر امریکایي فوځي اډې له موټر بم برید وروسته درنده جګړه پیل کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۸ تله ، ۱۳۹۸ل)

بهرنۍ رسنۍ وایي، سومالیا کې پر یوې امریکایي فوځي اډې له موټربم برید وروسته دحرکة الشباب ډلې یوشمېر بریدګرو درنده جګړه پیل کړې.

دلومړنیو راپورونو په اساس، د موټر بم او تعرضي بریدونو په نتیجه کې د امریکایي سرتېرو په شمول ۱۰۰ تنه وژل شوي، لسګونه نور ټپیان شوي او ۵ جنګي الوتکې هم له منځه تللي دي.

یاد برید د سومالیا سویل بلدویقلي کې د امریکایانو پر یوې سترې پوځي اډې شوی چې لاهم ادامه لري.

راپور زیاتوي، لومړی موټر بم برید شوی، ور پسي څو تنو بریدګرو د اډې داخل ته ګڼو اسلحو سره ځانونه رسولي، او پر مړژوانده امریکایانو او ملګرو یې بریدونه پیل کړي دي.

دیادونې وړ ده چې دې اډه کې د برید پر مهال سلګونه امریکایي او ددوی ملاتړي عسکر مېشت ول چې اکثر یې له منځه تللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button