جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

راتلونکی ولسمشر؟! څوک بولئ؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 1, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
13
ځلې شریک شوی
163
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

وړاندوینه: امین وردګ

وړاندوینه تل تخمیني وي؛ ځکه چې پرته له یوه الله) جل جلالُه( څخه بل څوک دقیق نشي ویلای؛ چې راتلونکی به څه ډول وي؟ او څه به پکې پېښ شي؟ بلکې یوازې) حالاتو ته په کتو سره( اټکل کېدلای شي.

دا هم ولولئ

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

دا چې اوسمهال د انتخاباتو کمپینونه ښه په ډينګ – ډنګ روان دي او ټول یې یو بل د)) ببۍ له برجه(( سره ولي؛ یو به یې ځان تک سپین درته وښیي ، هغه بل به صیب منه! دا بل کاکو داسې درته لوڅ کړي؛ چې آن هر څه… به یې له ورایه ښکاري، بل به را پورته شي او دا دواړه به رسوا کړي؛ د ده شعار به بیا دا وي چې: که ولمشر شي نو جمهوریت به اسلامي امارت ته واړوي.

خو تر دوی به تېر شو، دوی دې خپل بادونه سره ګزوي او موږ به خپل کار پیل کړو.

دا چې دمګړۍ د واک پر ګدۍ اشرف غني ناست دی او په ولس یې هغه ناتار جوړ کړی؛ چې چنګیز، ګوډ تیمور، هلاکو او ګرګین یې په قبرونو کې لا هک – پک کړل!

د ځینو یې سړي ووژل او دا نور یې اوس په ونو ورته خېژوي، خو دوی ناولي بیا هم د همغې ونې له سره چکچکې ورته وهي.

نو زما باوري تخمین او اټکل همدا دی چې همدغه چغنه چوغکه به بیاهم د همدې اولس د سر چنګک شي او راتلونکی سوټه مشر به بیا هم همدغه چغن وي.

زه اوس سم پوهېدلی یم چې زموږ تر منځ داسې شیطاني کچر ځغلېدلی؛ چې یقین که په ډېر وخت دوست او دښمن سره وپېژنو.

په دوحه کې څه کم یو کال د امریکا او طالبانو تر منځ) د سولې په هکله( خبرې وشوې؛ سره یوه خوله شول، موافقه وشوه، مسوده ولیکل شوه، خو چې کله یې د امضا وخت راغی، ټرمپ لغته پکې وار کړه او ډرت یې ویل!

دا کار شاته ډېر څه… لري! چې یو له هغو څخه د افغانستان لا نا آرامه کول او د جګړې شدت دی، خو دا کار هغه مهال کېدلای شي چې همدغه) چرسند، ښوی سری، له افغاني دود او اسلامي ارزښتونو بې خبره( سړی د واک پر ګدۍ ناست وي.

نو زما په اند به بیا هم، همدغه ښوی سری او چرسندوک د کابل واکدار شي.

داسې امکان هم لري چې انتخابات او یا یې نتائج یو څه نور هم و ځنډول شي خو هغه نامزدان به هم په دې کار کې مرستندوی وي چې د رایو سلنه% یې کمه ورته ښکاره شي؛ د ځانونو ناکامي او د اشرف غني بریا حتمي وبولي.

خو زه دوی ته همدا اوس وایم چې تاسو ځانونه مه ستړي کوئ! همدغه سوټه پیر درباندې مشر کول غواړي نوره مو خوښه! ځکه چې دغه سړي هم امریکا ته سم کارونه وکړل او هم پاکستان ته؛ دائمي نظامي اډې او د ډیورنډ کرښه .

که انتخابات و هم شي نو شل میلیونه افغانان به شرکت پکې و نکړي! چې دا په خپله یوه ستره قانوني خلا ده او په داسې حالت کې د یو چا مشري په دومره غټه بشري کتله ور تحمیلول ستر ظلم او لویه غداري بللای شو چې غربي نړۍ یې له افغانانو سره کوي.

خو که بیا هم هر څو کسانو شرکت پکې وکړ نو اشرف غني به اول، عبدالله دویم او حکمتیار به دریم وي؛ بیا به نو د دوی تر منځ جګړو ته څه آسانتیا برابره شي، ځکه چې توازن به یې تخمیناً د انډول جوګه وګرځي.

نو چاڼ خبره همدا ده چې)) د اشرف غني بیا راتګ د امریکا خوښ دی(( چې دا د نوې جګړې لپاره نوی جګړه ایز تاکتیک بللای شو.

خو زه وایم هغه کس ریښتینی او هوښیار افغان دی چې سولې ته په هر څه اولویت ورکړي او دغې بدمرغې، پېچلې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي، خو ګمان نه کوم!.

مخکینې مطلب

لانجمن انتخابات: ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي چې کمېسیونونه يې له حل کولو ناتوانه دي

بل مطلب

بلخ: طالبانو د شور تيپې امنیه قومندانۍ او دولس عسکر ژوندي نيولي

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
افغانستان

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com