کويټ، قطر او بحرين له خپلو اتباعو غوښتي چې له عراق څخه ووځي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۳)
په عراق کې د لاريونونو د اوږديدو او تاوتریخوالي د رامنځته کيدو له کبله د وژل شويو لاريونوالو په شمير کې زياتوالی راغلی او ځینو هيوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې دغه هيواد پريږدي.
لومړی لاريون د عراق له مرکز بغداد څخه پيل شو چې زرګونو کسانو د بېکارۍ، عمومي خدمتونو د خرابوالي او په دولت کې د فساد له کبله پیل کړ چې وروسته نورو ښارونو ته هم پراخه شو.
په لاریون کوونکو دولتي ځواکونو اوښکې بهوونکي ګاز او ډزې کړي چې تر اوسه پکې ۶۰ کسانو لاريونوالو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.
په عراق کې شيعه مشر مقتدی صدر په یوه خبرپاڼه کې د عادل عبدالمهدي په مشرۍ د حکومت د استعفا غوښتنه کړې ده.
په عین حال کې کويټ، قطر او بحرين له خپلو هغو اتباعو غوښتي چې په عراق کې ژوندي کوي چې په سمدستي ډول له عراق څخه ووځي.
د عراق پارلمان کې د “پاڅونوال” په نامه ډلګۍ چې د صدر پلوي کوي، پارلمان کې خپل غړیتوب ځنډولی او صدر له يوې بلکې ډلګۍ هم غوښتي چې پارلمان کې دې غړيتوب وځنډوي.



