د ارګ او بهرنيو چارو وزارت اختلاف؛ طالبان وايي د کابل اداره د سولې د خبرو او پریکړو وړتيا نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۱۴، یکشنبه)
طالبانو د سولې او مذاکراتو په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت متضادو دريځونو او اختلافاتو ته په اشارې ويلي، چې د کابل اداره د سولې د خبرو او پریکړو وړتيا نه لري.
د ګډ حکومت د بهرنيو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي د تيرې جمعې په ورځ وويل، چې بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خوا د طالبانو د کوربه توب او سولې هڅو هرکلی کوي.
خو د ولسمشر ویاند صديق صديقي د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله او زياته يې کړه چې د سولې ټولې پاليسۍ ارګ جوړې کړي او دوی يې عملي کوي.
په عین حال کې طالبان وايي، د ارګ او بهرنيو چارو وزارت تر منځ د سولې په تړاو متضاد دريځونه د اسلامي هغه موقف ثابتوي چې (د کابل اداره د سولې د خبرو او پريکړو وړتيا نه لري).
طالبانو ګډ حکومت ته پيغور ورکړی چې په دومره اوږده موده کې يې تر اوسه ګډ مذاکراتي ټیم جوړ نه شو کړای زياتوي دا حالت د دې ښکارندويي کوي چې بايد (اسلامي امارت په هيواد کې له مختلفو جهتونو سره خبرې ولري).
طالبانو تر دې مخکې هم ويلي و چې د ګډ حکومت سره به هيڅکله مذاکراتو او خبرو ته کښېنني خو په مسکو او قطر کې يې افغان سياسيونو، د ګوندونو استازو ، مخورو او پخوانيو چارواکو سره ناستې کړی دي.
وړمه ورځ د طالبانو یو پلاوی د پاکستان حکومت په بلنه په داسې حال کې اسلام اباد ته ولاړ چې هلته لا له وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت استازي زلمي خليلزاد شتون درلود.
د طالبانو او امريکا تر منځ له تير یوه کال راهيسې مذاکراتو دوام درلود چې تر منځ يې پر ځينو مادو موافقه هم شوې خو د امریکايي ولسمشر ډونالډټرمپ له خوا دغه مذاکرات ځنډيدلي دي.
د امريکايي استازي او طالب پلاوي اسلام اباد ته د وروستيو سفرونو په هکله ويل کيږي چې ښايي د طالبانو او امريکا مذاکرات یو ځل بيا له هغه ځايه پيل شي، په کوم ځای چې دريدلي و.



