ننګرهار: له درې سوو بې ځایه شویو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل ټکی کام ۰۳سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت د کډوالو ریاست له هلو ځلو وروسته د جرمن اګرو اکشن ادارې له لوري په دغه ولایت کې له درې سوو بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې وشوې.
د کډوالو چارو رئیس غلام حیدر فقیر زي ویلي دي، «یادې درې سوه کورنۍ له اچین، هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو څخه د نا امنیو له کبله د جلال اباد ښار ته را کډه شوي دي.»
ده زیاته کړه چې د اګرو اکشن ادارې له لوري هرې کورنۍ ته دوې کمپلې، یو ترپال، بخار دېګونه او سطلونه ور کړل شوي دي.
د یادولو ده، د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د داعش ډلې له لوري خلکو ته ګواښونه شوي وو، که یې د دغې ډلې پلوي ونکړه نو کورونه به یې وسوځول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button