ليکنه : خپلواک افغان
تېرو ورځو کې چې د موبي پر رسنيز ګروپ ( طلوع تلويزون ) بريد وشو ، ارپکو يې د ۷ تنو له مرګ علاوه د ۲۵تنو د ژوبلتيا خبر هم ورکړ .
د هېواد ټولو رسنيو سره يې انديښنه پيدا کړه ، چې کيدای شي له دې برید وروسته د هېواد د ټولو رسنیو ژوند د دا ډول برخلیک سره مخ شي. دهېواد په داخل او بهرکې او هم د ژورناليستانو نړيوالې ټولنې د موبي د رسنيز ګروپ په مرګ ژوبله انديښنه وښوده .
د بهرنيو رسنيو سره د هېواد ژورناليستانو خپل نظرونه په دې اړه څرګند کړل ، چې يو شمېر دهېواد په داخل او بهر کې په دې موضوع د ليکوالو ، ژورناليستانو او سياستوالو سره مرکې هم وشوې ، چې په هېواد کې د ژورناليستانو په حقوقو باندې بحثونه وشول .
د هېواد د ژورنالیستانو فدراسيون د موبي رسنيز ګروپ په بريد باندې خپل غبرګون کې وويل ، چې موږ به په راتلونکي کې د طالبانو له اړخه د خبرونو په خپرولو کې بدلون راولو دا چې د خبریالانو فدراسيون به څه وخت او څه ډول بدلون راولي؟ د دې ځواب به راتلونکی وخت ووايي.
خو له وينا څرګندېږي ؛ د موبي رسنيز ګروپ او نورو کارکوونکو په ملاتړ به څه پرېکړه کوي. د ملګرو ملتونو د بشر حقوقو اداره چې ټول واک او اختيار يې له امريکې سره دی تل يې په هېواد کې د ملکي وګړو په وژنه طالبانو ته ګوته نيولې؛ اما په دې پېښه يې طالبان د بيان په ازادۍ حمله کوونکي ياد کړي دي ؛ خو په مقابل کې طالبانو ويلي، چې موږ تل د رسنيو درناوی کړی او کوو يې.
دا کوم بريد چې تېرو ورځو کې شوی دا په رسنيو نه ؛ بلکې د يوې استخباراتي ادارې په کارکوونکو شوی دی ، چې موږ د مخه هم ورته خبر ورکړی و. په دې خو موږ ټول اعتراف کوو ، چې زموږ په منځ کې له بهره تمويل کېدونکې او د پرديو داهدافو د سرته رسولو لپاره يو شمېر رسنۍ کارکوي، د رسنيز رسالت څخه په سرغړاوي يې زموږ دهېواد او ولس سپېڅلي او لرغوني تاريخ پرخلاف تبليغات پېل کړي دي، زموږ اصلي سوچه او افغانی کلتور يې په بشپړ توګه تر پښو لاندې کولو په هندي او غربي کلتور بدل کړ، ځوان نسل يې په عياشیو او فحشا روږدی کړ.
که طالبانو په دې فکر چې له بهره تمويل کيدونکي د رسنيز په نامه استخباراتي ګروپ يې بريد کړی وي دا خويې د افغان ولس د هيولو او ارمانو مطابق اوهم د ملي ارزښتونو د خوندي کيدا په غرض اقدام کړی دی.
هر افغان غواړي ، چې ملي نوامس ، ملي ارزښتونه ، اسلامي او سوچه افغانی کلتور دې زموږ د سرونو په قيمت خوندي پاتې شي، طالبانو خو چې په خپل فکر څه کړي ؛ دا د دې افغان ولس د راتلونکي نسل د سالم پاتې کيدا په غرض يې کړي دي.
د يوې رسنۍ دنده داده ، چې د خپل هېواد په اوبو خړوبه وي، ټول افکار به يې افغاني وي د خپل دين، وطن ، خاورې او ملي نوامسو دفاع به کوي.
هغه رسنۍ چې له بهره تمويل کېږي ضرور به د بهرنيو د اهدافو لپاره کار کوي او د افغان ولس عفت د پرديو د اهدافو په سرته رسيدولو کې نه ساتل کېږي.
رسنۍ بايد خپل رسالت وپيژني !
د بيان د ازادۍ ترنامې لاندې بايد د هېواد يا کوم قوم او يا شخص پر خلاف نشرات ونکړي او خپل رسنيز رسالت ترپښو لاندې کړي.