د کندهار میوند کې ټرافیکي پېښې ۴تنه وژلي

کابل ټکی کام ۰۳سلواغې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ترلاسه شویو خبرونو پر اساس، نن (شنبه) د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه مساپر وړونکي بسونه له یو بل سره ټکر شوي دي.
خبر وايي، په پېښه کې د دریو ښځو په ګډون ۴تنه وژل شوي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک د یادې پېښې په تأیید رسنیو ته ویلي دي چې «دغه پېښه کندهار-هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې را منځته شوې ده.»
خپلواک وايي چې د ۴تنو د وژل کېدو تر څنګ ۳تنه نور مساپر هم ټپيان شوي دي.
د دغې ټرافیکې پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
د یادولو ده، کله چې هم ترافیکي پېښه را منځته شي، ترافیک د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښیي.



