امريکا په خپلو پوچو شعارونو کې پاتې راغلې!!

غورځنګ
امريکا چې کوم وخت پر افغانستان باندې يرغل او حمله کوله، نو دعوه يې دا وه چې په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي، او د بشر حقونه بايد تضمين شي، ټولې نړې د امريکا پر درواغجن شعار باور وکړ او ان دا چې نږدې ټوله نړۍ يې په همدې او دې ته ورته نورو ظاهراً خوږو شعارونو باندې وغولېدله او په افغانستان کې يې د طالبانو پر خلاف تر خپله وسه ورسره مرسته وکړه، چا ورسره نظامي مرسته وکړه، چا ورته اډې ورکړې، ځينو هېوادونو ورته د بمبار لارې چارې وښودلې او ځينو نورو بيا د امريکا د تېلو مصارف ورته ومنل.
خو لنډه دا چې هر چا تر خپلې وسې پورې د افغانانو په وينو تويولو کې برخه واخيسته چې الله ج به د قيامت په ورځ له ټولو هغو خلکو سره د افغانانو د وينو حساب کوي کومو چې له امریکا سره په يرغل کې مرسته کړې وي.
نو امريکا د پوچو شعارونو په ترڅ کې پر افغانستان يرغل او حمله وکړه.
دا چې په نړۍ کې د امن او سولې لپاره د ملګرو ملتونو اداره په همدې بنياد رامنځته شوې ده چې د دوو هېوادونو تر منځ په جګړه کې د ښځوژوند، د ماشومانو ژوند، د سپين ږيرو او نورو عامو وګړو ژوند ته ژمن واوسي او له دواړو جنګي ډلو څخه وغواړي تر څو د يادو شويو خلکو ژوند ته په جګړه کې پام وکړي. او دواړه ډلې بايد يو د بل کورنيو ته هېڅ ډول زيان ونه رسوي.
خو پر اسلامي نړۍ خصوصاً پر افغانستان باندې تر حملې راوروسته ملګرو ملتونو په ډېره سپين سترګۍ د امريکا ملاتړ وکړ، تر ډېره وخته خو به چې کله هم د امريکا په بريد کې ماشومان، ښځينه، سپين ږيري، مقدس ځايونه او نور بې پرې شيان متضرر شول نو ملګرو ملتونو ادارې به هڅه کوله چې د امريکا دغه ډول بريدونه توجه کړي او پرده پرې واچوي.
دغه شان څومره نړيوالې ادارې چې هم شتون لري د امريکا په هر ډول جنايت باندې پرده اچوي، نو له بده مرغه بايد ووايو چې امريکا لا تر اوسه هم په دغو نړيوالو ادارو باندې د سانسور او اختناق جادو کړی دی چې هېڅکله به هم د امريکا هېڅ ډول جنايت نه خپروئ! او نه به يې په خلاف غږ پورته کوئ!
په افغانستان کې د امريکا د وحشتونو بېلګې ډېرې زياتې په سلګونو بلکې په زرګونو دي چې قلم يې له ليکلو عاجز دی خو لويې پېښې يې يوه د غوربند پېښه ده چې بسته يو کلی يې بمبارد کړی و، بله د کرزي د وخت هغه پېښه ده چې يوه امريکا پوځي د کندهار په زنګاوات سيمه کې د يوې کورنۍ شپاړس تنه وژل وو. افغانانو چې د هغه امريکايي د محاکمې غوښتنه وکړه نو امريکايانو دستي دغه پوځي امريکا ته ولېږه،
خو هغه پېښې چې د تېر عيسوي کال له نيمايي وروسته او سږکال لا هم دوام لري ډېرې زړه بوږنوونکې دي، چې يوه يې تېر کال د ننګرهار په غرنيو سيمو باندې د بمونو د مور په نامه بم وو، چې له استعمال سره يې افغانستان ته بلا زيات زيانونه واوښتل، دغه شان په شپنيو چاپو کې چې کوم ملکي افغانان په شهادت رسوي، دا يې نو بيا هغه ډول وحشت دی چې د انسانيت په تاريخ کې شايد ساری ونه لري.
خو لنډه دا چې امريکا د بشري حقونو په شعار کې تل درواغجنه ثابته شوې ده او لا هم دغه شعار د وخت په تېرېدلو سره پوچ ثابتېږي او دا دی اوس ټولې نړۍ ته معلومه شوه چې امريکا په خپلو پوچو شعارونو کې پاتې راغلې.
امريکا چې د ښځو د حقونو شعار نړۍ ته وړاندې کوي او ځان د ښځو د حقونو تر ټولو ستر مدافعين بولي، مګر دلته په افغانستان کې چې په شپنيو چاپو کې کومې ښځې وژني او په شهادت يې رسوي، يا هم د ميندو زامن د ميندو په وړاندې په ډېر قساوت سره په شهادت رسوي؛ دې ډول اعمالو ته کوم توجيه ورکوي؟؟
ايا دا د انسانانو تر منځ د مساوات او برابرۍ قانون دی چې که کومه ښځه ډيموکراسي ومني او بازار ته بې حجابه راووځي نو ازاده دې ګرځي خو کومه ښځه چې ډيموکراسي نه مني اوخپل ژوند په عزت تېروي؛ د ډيموکراتانو له لوري دې په بې رحمۍ يا دا پخپله وژل کېږي، يا دې يې بچيان د دې په مخکې په شهادت رسېږي او يا دې هم ورته واړه واړه بچيان په بمبارد کې وژل کېږي؟؟
دا کوم ډول د ښځو حقوق دي چې امريکايان يې دعوه کوي؟؟
ډيموکراسي خو ستاسو په اصطلاح د بيان د ازادۍ قانون ته ژمنه ده نو ولې هغه څوک چې په جمهوريت پسې بد وايي او بد يې ورڅخه راځي؛ ستاسو له لوري ترور کېږي؟؟
ولې هغه څوک چې د جمهوريت پر خلاف يوازې يوه خبره وکړي ن ستاسو له لوري په خورا بدمرغۍ سره وژل کېږي؟؟
په اروپا کې چې د يوه حيوان هم قدر کېږي نو په اسيايي ملکونو کې ولې امريکايان د انسانانو قدر نه کوي؟؟
امريکا ولې د بشر د حقونو تر نامه لاندې د انسانانو د وينو تويولو چنګېزي ريکارډ ماتوي.
په پای کې وايو چې امریکا اصلاً له خپل عادت څخه مجبوره ده چې د مسلمانانو يا انسانانو وينې تويې کړي، ځکه چې چېرته د لومړۍ نړيوالې جګړې تاريخ وګورو نو پکې وبه وينو چې دغه جګړه يوازې په اروپا کې تر سره شوې ده خو په لسګونو ميليونه کسان پکې وژل شوي دي، همداشان د دويمې نړيوالې جګړې تاریخ ته که ځير شو نو پکې وبه وينو چې خاص د اقتدار پر سر رامنځته شوې وه او د عيسويت د پاپانو لپاره اروپايانو بې شمېره سرونه له تنو پرې کړل، مګر دا پاپان بيا هم په وينو نه مړېږي او په يوويشتمه پېړۍ کې يې پر مسلمانانو باندې راودانګل.
نو امریکا هم د دغو عيسوي متعصبو پاپانو له لوري رامنځته شوی هېواد دی بنياد يې پر تورپوستو انسانانو بانې د ظلم له امله ايښودل شوی دی نو بيا خو خامخا له خپل تاريخي عادت څخه مجبوره ده چې خلک ووژني، وينې تويې کړي، سرمايې ولوټي، او مقدسات توهين کړي.
د پورتنيو جرمونو د ثبوت لپاره بايد ووايو چې امريکايي رسنيو راپور ورکړی دی چې امريکايانو يوازې تېره مياشتې کې تقريباً ۹۴۸ بمونه غورځولي دي چې دا د نړۍ کمساری وحشت دی، خو د دې وحشت پر وړاندې بيا هم ټوله نړۍ ساکته ده او بلکل غږ نه اوچتوي.
نو امريکا په خپلو پوچو شعارونو کې درواغجنه ده



