مجاهد: د یوناما له اعتراف څخه معلومیږي چې دملکي تلفاتو په اړه دامارت راپورونه په حقایقو ولاړ دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
نن دملګرو ملتونو دڅار ادارې یا یوناما راپور ورکړ چې پنځه میاشتې وړاندې دفراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې دهوایي بریدونو له امله ټول وژل شوي قربانیان ملکي وګړي وو.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه یادې موضوع ته اشاره کړې، امریکا یې دبشر ضد پر جنایاتو متهمه کړې او د یاد راپور په استناد یې دملکي وګړو دتلفاتو په اړه خپل خپاره کړي مطالب پر حقایقو ولاړ یاد کړي.
مجاهد لیکي《 د ملګرو ملتونو لخوا په فراه ولایت کې د مې په میاشت کې په امریکايي بمبار کې د ۴۰ تنو ملکي کسانو د وژلو پخلی، دا خبره تایید کړه چې امریکایان په افغانستان کې په درنو جنګي جنایاتو بوخت دي》.
مجاهد زیاته کړې،《همدا ډول له یاد اعتراف څخه ثابته شوه چې د ملکي تلفاتو په اړه د اسلامي امارت راپورونه تل په حقائقو ولاړ وي》.
امریکا او داخلي ملګرو یې د اتلس کالو په طول کې دهېواد په لر او بر نه جبرانېدونکي جنایت تر سره کړل، ددې جنایاتو دتوجیه لپاره د هر برید قربانیان وسلوال طالبان یاد شوي دي.



