مجاهد: په افغان خاوره دسلګونو بمونو استعمال د امریکا دجنګي جنایاتو ستره بېلګه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ تله ، ۱۳۹۸ل)

وسلوالو طالبانو دامریکایي قواوو له لوري په افغان خاوره او بېګناه وګړو دسلګونو بمونو په استعمال نړیوالو ته پیغور ورکړی دی.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغربي رسنیو په استناد لیکلي《‏غربي رسنیو راپور ورکړ چې په سپتمبر میاشت کې امریکايي عسکرو په افغانانو باندې ۹۴۸ بمونه اورولي دي》.

مجاهد زیاتوي《دا بمبارونه ټول په ملکي افغانانو ترسره شوي چې حتما په کې سلګونه عام وکړي مړه او ټپیان شوي دي》.

نوموړی علاوه کوي《دا په افغانستان کې د امریکايي اشغالګرو د بشر ضد کړنو او جنګي جنایاتو ستره بیلګه ده》

دیادونې وړ ده چې دامریکا له لوري په افغان خاوره هره میاشت سلګونه بمونه استعمالیږي، دامیاشت دتېرو میاشتو په نسبت تر ټولو په لوړه کچه بمبارونه دي چې په افغانانو تر سره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button