(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳۰، سه شنبه)
د کندز ولايت په علي اباد ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د درې قوماندانانو په شمول شل عسکر وژل شوی دي.
د علي اباد ولسوالۍ چارواکي وايي، طالبانو تيره شپه د سيمه ييزو پوليسو پر پوځي مرکز بريد کړی چې په ترڅ کې يې اوولس تنه سيمه ييز او څو ټنه ملي پوليس وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، په وژل شويو کې د ياد پوځي مرکز قوماندان امر محمود او د امنيې قوماندانۍ د اداري چارو معاون سيد عالم هم وژل شوي دي.
له بله پلوه طالبانو د دغه برید مسؤوليت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه ويلي چې د يادې ولسوالۍ په عرض بیګي سيمه کې طالبانو یو نظامي مرکز نيولی، د درې قوماندانانو (علي آباد، شربت خان، اباب خوشحال) د وژل کيدو تر څنګ شل سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو له یاد پوځي مرکز څخه دوه هاموي ټانګونه، یو موټرسيکل او په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.
په عين حال کې د کند د امنيه قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني هم په ياده سيمه کې د طالبانو برید تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.


















