(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳۰، سه شنبه)
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي د امریکا غږ تلويزيون سره په یوه مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د امریکا حضور د افغانستان په تاوان دي او د هیواد نيمه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده.
کرزي ويلي، دوه کاله مخکې ورته د شينوارو اولس د داعش له ډلې شکايت وکړ چې ده يې خبره اشرف غني سره شريکه کړه خو پر وړاندې يې هيڅ اقدام ونه شو.
کرز ی وايي، کله چې اولس د داعش پرضد راپورته شو نو امریکايانو د داعش پر وړاندې دفاعي ليکې بمبار کړې او خلک يې ووژل.
هغه وايي، امریکا د داعش پراختيا ته اجازه ورکړه څو پر خلکو ظلمونه وکړي زياتوي امریکا په افغانستان کې اټم بم (د بمونو مور) تجربه کړ خو داعش يې ورک نه کړ.
هغه وايي، داعش د امریکا وسيله او پيداوار دي زياتوي پر داعش باندې حملې حقيقې نه وې او یوازې د خلکو د غولولو لپاره ترسره کيدلې.
د کرزي په خبره، د امریکا او داعش هيڅ توپير نشته د امریکايانو په موجودیت کې داعش راپيدا او دلته يې پياوړتيا وموندله.
کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا روسيه، چين او ځينې نور هيوادونه له طالبانو ملاتړ کوي؟ زياتوي طالبانو سره د افغانستان نيمه خاوره په لاس کې ده، یوازې روسيه چين نه بلکې نور ډير هيوادونه مجبور دي چې له هغوی سره خبرې وکړي.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم ځينو پخوانيو حکومتي چارواکو، سياستوالو او ګاونډیو هيوادونو پر امریکا تور پورې کړی چې افغانستان کې يې د داعش ملاتړ کړی او هغوی ته يې د وسلو، مهماتو او تګ راتګ لپاره لارې برابرې کړي دي.


















