مایک پومپیو: د اړتيا پر وخت، ټرمپ د ترکیې پر وړاندې نظامي اقداماتو ته چمتو دی
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، تله ۳۰، سه شنبه)
د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو امريکايي CNBC شبکې ه ويلي، که اړتيا وليدل شوه نو ډونالډ ټرمپ د ترکيې پر وړاندې نظامي اقداماتو ته پوره چمتووالی لري.
پومپيو ويلي، چې واشنګټن له جنګه صلحې ته ترجيح ورکوي خو که نظامي اقداماتو ته ضرورت وليدل شي نو ټرمپ ورته چمتو دی.
له تيرو څو کلونو راهيسې امریکا په سيمه کې د کرد وسله والو ملاتړ کاوه خو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امريکايي ځواکونه نور بايد له سوريې ووځي، ورسره سم ترکيې په سيمه کې د کرد وسله والو پرضد د عملياتو د پيل خبر ورکړ.
ترکيه وايي، پر پوله يې کردي وسله وال د پي کی کی ډلې پورې اړوند دي چې دوی يې ترهګر بولي او دغه راز ترکي حکومت غواړي چې دغه وسله وال له پولې ۳۵ کيلومتره په شاه شي ترڅو یاده د امن سيمه جوړه او ترکيې ته ستانه شوي ميليونونه کډوال پکې ځای پر ځای شي.
په وروستيو کې د کردي وسله والو پرضد د امريکا او ترکيې اړيکې ترینګلي شوي او له ترکيې يې په سيمه کې د عملياتو د بندولو غوښتنه کړې چې شاوخوا۱۲۰ ساعته دغه عمليات بند و خو نن ماښام د دغه عملياتو توقف پای ته رسیږي.
ترکيې خبرداری ورکړی که کردي وسله وال د اکتوبر له ۲۲ وروسته هم په سیمه کې پاتې شي دوی به يې پر وړاندې له سره عمليات پيل کړي.
په عين حال کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن په روسيه کې د هغه هيواد له ولسمشر ولادميرپوتين سره کتلي او د سوريې په شمال ختيځ کې د روان وضعيت په اړه يې خبرې کړي.
د امریکا خارجه وزير په داسې حال کې پر ترکيې د نظامي اقدام خبرداری ورکوي چې ډونالډ ټرمپ پرون په سپينه ماڼۍ کې چارواکو ته ويلي و چې متحده ایالاتو هيڅکله کردانو سره دا تعهد نه دی کړی چې د هغوی د ملاتړ لپاره به څلورسوه کاله په سیمه کې پاتې کيږي.



