انجنیر عمیر ویاړ
د مکې له فتحې وروسته خلک په خپله خوښه او رغبت ډلې ډلې د خدای په دین کې داخل شول او د پیغمبر ص لخوا ورته بخښنه اعلان شوه او پر بدیو یې سترګې پټې شوې دې کار په مختلفو مواضعو کې پر خلکو معنوي اغیز پریښود او د هغوی په زړونو کې قرآنی روزنې فوق العاده اغیز وکړ.
همدا راز مخکې له مخکې پر اسلام د مشرف شویو ایمانونه د لا تاند کیدا موجب شول پر دې بنا کتل کیږي چې په نبوي عصر کې د پرمختګ طریقه د کومو عواملو له کبله وه اسلام باید په دې دوران کې په معنویاتو متکي وګڼو او له هغه ځایه یې وپیژنو.
ځکه که د ځینو د فرضیو په بنا اسلام د زور او جبر په واسطه عملي او انجام شوی دین وګڼو، په اصل کې اسلام چې د خدای ج د پیغمپر په زمانه کې راڅرګند شو د زور رویه نه ده کارول شوې او که د اسلام لخوا جنګ راپورته شوی مقصد یې میکروب وژنه او د فساد او فتنې له مینځه وړل او د توحید د کلمې لوړول وو نه د خلکو تر مینځ انسان وژنه او وینه تویونه او نه د هیوادونو نیول او ښکیلاک او نه د کمزورو هیوادونو او ملتونو استثمارول.
په داسې حال کې چې د اسلامي جنګونو طریقه له طبیعي نوامیسو شمیرل کیږي که څه هم زمونږ په جنګونو کې سرتیري د یرغل کوونکو میکروبونو پر وړاندې جګړه کوي او د فساد او فتنې دفعه کوي.
مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دورانونو راوروسته د اسلام توره وهونکو ځوانانو داسی مومنان او مجاهدین جوړ کړي وو چې له جنګي وسلې پرته یې هم د ایران د فیل سوارانو په وړاندې او د روم له ځواکمنو پادشاهانو سره په ټینګ ایمان سرسختانه جنګیدلي او بریاوې یی ترلاسه کړې دي.
بنا پر دي د هغو مجاهدو سپاهیانو په اړه دا تور نشي لګول کیدای چې ګوندی هغوی اسلام په زور او جبر وړاندې کړی.
د داسې فولادي خلکو (رښتینو مسلمانانو) پر مخ هیڅ ډول ځواک د مقاومت تاب نشی راوړای او که وغواړي او یا ونه غواړي له مینځه به ځي
رښتیا هم څوک چې د مرګ پر وړاندې د خدای په لار کې بې پروا وي نو د تورې په زور باندې د داسې خلکو مسلمانول یوه ستره مسخره خبره ده
لنډه دا چې اسلام داسی دین نه دی چې پر چا ظلم وکړي او بې موجبه پر چا زور وکړی مګر د هیچا زورګویی هم نه مني بلکې د اسلام او مسلمانانو نه د دفاع لپاره او د ځمکې له مخ نه د فتنې او فساد د مینځه وړلو لپاره په هره وسیله چې وي مقابله کوي چې که هغه د زړو او زنګ وهلو تورو په واسطه هم وي او یا که پرمختللي ننۍ وسلې وي.
اسلام یو داسې دین دی چې تل لوړه مرتبه لري او هیڅ دین پرې برتري نشي ترلاسه کولای. مګر په عین حال کې د سولې او آرامۍ او عدالت دین هم دی او د ټولو نړیوالو لپاره د دنیا او آخرت د بریا دین دی.
دا چې دښمنان او ځینې په نوم مسلمانان او ځان پلورونکی د اسلام مدافعان خلکو ته ترهګر معرفي کوي دا یو تبلیغاتي جنګ دی د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو لخوا چې هیڅ حقیقت نلري او مونږ ټولو ته لازمه ده چې د غفلت له خوبه بیدار شی او د دښمن په چل تیر نه ووځو او خپل فکر په کار واچوو.















