کابل ټکى کام (جمعه ، ٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
د افغانستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ(د لړم ۳۰مه) د ویسټ انډیز خلاف د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان د کرکټ د معلوماتو پر اساس دغه لوبډله کې د لوبډلمشر راشد خان په مشرۍ اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، جاوید احمدي، افسر ځاځی، ګلبدین نائب، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شراف الدین اشرف،ابراهیم ځدراڼ، یمین احمدزی، نویوالحق، اکرام علي خېل او مجیب الرحمن شامل دي.
ټاکل شوې ده، چې دغه لوبې، د راتلونکي نومبر میاشتې له شپږمې نېټې بیا د همدې میاشتې تر یوولسمې د هندوستان د “لکنو” ښار په “ایکانا” لوبغالي کې ترسره شي.


















