دبغدادي تر وژل کيدو وروسته د داعش دوياند د وژلو ادعاشوې

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ٦ لړم ، ١٣٩٨ل)

تيره ورځ د سوریې په شمال کې د امریکا دځانګړو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د”اسلامي دولت” داعش دوسلوالې ‌ډلې مشر ابوبکر البغدادي ووژل شو.
نن ددې ډلې دوياند “ابوالحسن المهاجر” دوژل کېدو ادعاشوې.
امریکایي ځواکونو د سوریې د دیموکراتیک ځواک (اس ډي اف) د ځواکونو سره په ګډه عملیات تر سره کړي دي، چې هدف يې د داعش ډلې ویاند “ابو حسن المهاجر” و، نوموړى د داعش وياند او د”ابوبکر البغدادي” نېږدې ملګرى ګڼل کېده.
د سوریې د دیموکراتیک پوځ یوه جګپوړي غړي ویلي دي چې ياد پوځي عملیات د یکشنبې په ورځ د سوریې د “حلب” ولایت په شمالي څنډه “عین البیضا” کې تر سره شوي دي، د هغه په خبره “المهاجر د البغدادي” ښى لاس و.
د سوریې دیموکراتیک ځواکونه یو پوځي اتيلاف دی چې د کردي جنګياليو څخه جوړ دى.
د فرانسې د خبري آژانس یوه خبریال په “البیضا” سیمه کې دوه موټر لیدلې دي چې د یوه هوایي برید په پایله کې ويجاړشوي، د سرچينو په وينا په ويجاړو شويو موټرو کې درې جسدونه وو.
لندن کې مېشت د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان هم د داعش ډلې د ویاند د وژل کیدو خبر ورکړی دی، د هغوی د معلوماتو له مخې هغه د داعش له پنځو غړو څخه یو وو چې د امريکا دخاصو ځواکونو په بريد کې وژل شوی دی.

د “المهاجر” په اړه ډېر معلومات نه شته; ځکه چې د داعش په انځوريزو خپرونو او ویډیو ګانو کې نه و لیدل شوی; خو د دغه وسلوالې ډلې  مهم مشر ګڼل کېده.
“المهاجر” وروسته له هغه د “ابو محمد العدناني” ځای ناستی شو چې هغه په ۲۰۱۶م کال کې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.

مربوطه مطالب

Back to top button