ملا او سياست دوه لازم او ملزوم مفاهيم!!

غورځنګ

سياست دامارت په وزن، له سَاسَ يَسُوٌسَ د قال يقول په وزن د مصدر صيغه ده او معنا يې ده ښايسته کول او اصلاح کول دي او سياست په اصطلاح کې هغه تدبير دی چې د ژوندانه د وسائلو د تنظيم او د هغو په محور د وګړو د راټولېدو او دهغوی ترمنځ د محبت، مرستې او تعاون سبب ګرځي.

دغه شان سياست داسې هم تعريفېږي چې د مسؤولې او واکمنې په لاسونو باندې د ټولو ماتحت وګړو ژوند او د ژوندانه اصول له الهي قوانينو سره برابرول سياست دی.

که پورتنیو تعريفونو ته وګورو چې علماء کرامو، مشائخو کرامو، پوهانو او د سياست د پوهې خاوندانو سياست ته وضع کړي دي او زمونږ اسلامي ټولنې ته وګورو او په اسلامي ټولنه کې د سياست دعوه داران ورسره مقايسه کړو نو وبه وينو چې د سياست له پورتنيو تعريفونو سره څوک سم خېږي او څوک د اسلامي ټولنو سياسيون دي!

په اسلامي ټولنو کې تر ټولو مصلح او اصلاح کوونکي خلک علماء کرام دي چې دغه علماء کرام د پښتنو په ټولنه کې ملا صاحبان بلل کېږي.

په اسلامي ټولنه کې د ملا صاحب رول:

دا چې اوس مهال ځينې خلک چې د غرب له سيکولرزم نه متأثر دي، اوس مهال د اسلامي ټولنې ملا صاحبان بد يادوي او هو به هو د اروپا د سيکولرانو نظر لري، دا شعار ورکوي چې دين بايد له سياست څخه جلا وي، دين بايد په سياست کار ونه لري.

خو دلته چې کوم تعريف د سياست لپاره پوهان وضع کوي، نو د هغو په رڼا کې ملا او عالم څېړو چې په ټولنه کې څه رول او نقش لري؟ په ټولنه کې عميقې او ژورې ريښې څوک لري؟

کله چې په اسلامي ټولنه کې نوی ماشوم زېږېږي نو ملا صاحب په غوږ کې ورته د الله ج نوم اخلي تر څو يې ژوند په اسلام باندې پيل شي، ژوند يې بابرکته شي، کله چې ماشوم نوی نوی په خبرو راشي نو جومات ته ځي او ملا صاحب ورته الف، ب او ت ورښيي،  کله چې لږ غټ شي نو بيا ورته ملا صاحب لمونځ، اسلامي اداب، د ډوډۍ د خوړلو اداب، د مور او پلار حقوق، د مشرانو اداب او حقوق، د عامو خلکو حقوق، يو له بل سره د همدردۍ ترتيب او اصول او داسې نور ورښيي، تر څو نومړی ماشوم په انسانيت او اسلاميت کې مکمل داخل شي.

له دې وروسته دغه ماشوم ځوان شي، کله چې نکاح کوي نو هم ملا صاحب ورته محمدي نکاح وتړي تر څو يې ائينده اولاد او بچيان هم له اسلامي تربيې څخه برخمن شي.

کله چې د ښځې او مېړه تر منځ د طلاق مسئله راش نو هم ملا صاحب په کې دخيل وي او هڅه کوي چې د دواړو تر منځ روغه او جوړه وکړي.

کله چې د ژوندانه پای راشي يعنې انسان مړ شي نو د غسل کولو طريقه، کفن ترتيب، د جنازې مراسم، څو ورځې پرله پسې دعا او نور هر څه د ملا صاحب په غاړه وي. ځکه نو وايو چې ملا صاحب په ټولنه کې تر ټولو مصلح شخص دی.

د سياست په شرائطو کې هم دا شرط دی چې د يوه هېواد سياسي برخليک او سرنوشت بايد د ټولنې تر ټولو خواخوږي او مصلح شخص ته په لاس کې ورکړل شي.

دارنګه که د عالم اسلام پخواني تاریخ ته ځير شو نو په اسلامي خلافتونو کې ټول واک او اختيار د ملا صاحب په لاس کې وو، ملا صاحب به امير المؤمنين وو، ملا صاحب به د کلي يا ښار امام هم وو او د ټولنې تر ټولو خير خواه شخص به هم وو.

خو کوم وخت چې په اروپا کې خلک د کليسا له نظام يا هم تيوکراسۍ څخه په تنګ شول نو څو تنه د هوسونو او شهواتو پرستان پکې راپاڅېدل او دا شعار يې وړاندې کړ چې دين بايد له سياست څخه جلا وي. يعنې دين بايد په سياسي چارو کې مداخله ونه کړي بلکې دين بايد تر خپلې خانقا او عبادت ځای پورې محدود او ځانګړی وي.

دغې نظرې او مفکورې ته سيکولرېزم وويل شوه، له همدغه اروپايي سيکولرېزم نظام څخه اوس په اسلامي ټولنه کې هم ځينې په نامه مسلمانان متأثر دي او هماغسې وايي نظر لري بلکې له هغه هم څو ګامه مخکې دي.

د اروپا سيکولران په دې عقيده نه دي چې ټولنه ديني او روحاني اشخاصو خرابه کړې او له پرمختګه غورځولې ده خو د اسلامي ټولنې سيکولران بيا له دوی څخه ډېر مخکې دي، او وايي چې اسلامي ټولنه روحانيونو او ملا صاحبانو خرابه او له پرمختګه لرې واقع کړې ده.

مګرد سياست له پورتنيوتعريفونو او ملا صاحب له پېژندلو وروسته بايد ووايو چې ملا له سياست او سياست له ملا صاحب سره لازم او ملزوم دي يعنې که په اسلامي ټولنه کې سياست د ملا صاحب په لاس کې نه وي نو اسلامي ټولنه به سرګردانه او لالهانده وي، هر کافر به پرې يرغل کوي لکه اوس چې اسلامي ټولنه له ډېرو زياتو ناخوالو سره لاس او ګرېوان ده، دا له دې امله چې سياست د ملا صاحب له لاسونو وتلی او ملا صاحب هم له سياست سره سر وکار نه لري.

نو په پای کې وايو چې د اسلامي نړۍ سياست له ملا صاحب سره ښايي نه له بل چا سره.

مربوطه مطالب

Back to top button