روسیې؛ افغان خاورې ته څېرمه د S-300 توغوندیو سیسټم نصب کړ

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
د روسیې اردو د لومړي ځل لپاره په تاجکستان کي افغان خاورې ته څېرمه د S-300 توغندیو سیسټم نصب کړ.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، یاد سیسټم یې د داعشي ملېشو او مخدره موادو د مخنیوي په غرض لګولی دی.
د روسیې پوځ وايي چي د S-300 توغندي به د مرکزي اسیا د سیمي لپاره هوايي دفاعي قابلیت هم برابر کړي.
د دې توغندیو د نصب کار پداسې وخت کې کېږي چې مسکو د افغان سولې په پروسې کي فعال نقش اخیستی دی.
روسیې د S-300 یاد دفاعي سیسټم چین، ایران، مصر، ترکیې او سوریې ته هم استولی دی.
د S-300 سیسټم د دې قابلیت لري چي په هوا کي هیلکوپترې او کروز توغندي په کامیابۍ سره شنډ کړي.



