ملګري ملتونه: د جګړو له امله ۲۰۱۹ کال کې درې نیم لکه افغانان له خپلو کورو بېځایه شوي

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ۶ لړم ، ١٣٩٨ل)

ملګري ملتونه وايي، سږ کال د جنوري له اولي څخه بیا تر اوسه پورې په ۳۱ ولایاتو کي څه د پاسه (۳۵۴۶۶۴) افغانانو د جګړو له امله خپل کورونه او کلي پرېښي او نورو سیمو ته کډه سوي دي.

ملګري ملتونه زیاتوي، څه د پاسه ۱۶۰۰۰۰ کسان په شمال شرقي برخه کي بېځایه سوي دي، په مشرقي کې ۶۸۰۰۰ او په شمال کي ۶۰۰۰۰ افغانان بې کوره سوي دي.

د ولسي افغانانو د بېځایه کېدو یو عمده علت د ګډو ځواکونو، طالبانو، او داعش تر منځ سختې جګړې ښودل سوي دي.

سرچینه لیکي، دغه راز د امریکا او طالبانو د خبرو په جریان کې دواړو خواوو په مذاکراتو کي د زیاتو امتیازاتو د اخیستلو په غرض خپلو جنګونو او حملو ته زور ورکړی وو چې دایې هم لوی لامل بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د امریکایي ځواکونو دبې رحمه بمباریو او چاپو له امله هر کال لکونه افغانان له هېواده بهر او داخل دافغانستان کې له خپلو مېنو بېځایه، او ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button