عبدالله عبدالله: دافغان سولې لپاره دې له نړیوالو رامنځنته شویو فرصتونو ګټه پورته شي

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ګډ حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه فرصتونه رامنځ ته شوي دي او باید له دې فرصتونو ګټه پورته کړل شي.
دده په خبره د سولې د مذاکراتو لپاره باید هېڅ فرصت ضایع نه کړل شي او په دې برخه کې باید واحد دریځ موجود وي.
هغه زیاته کړه چې افغانان سولې ته اړتیا لري، نو سوله باید لومړیتوب وي او ټول اړخونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
عبدالله عبدالله د ټاکنو په اړه هم وویل، چې ټاکنیز کمیسیونونه باید شفافیت په پام کې ونیسي او خپل استقلالیت وساتي.
دده په خبره که ټاکنیز کمیسیونونه خپله دنده په سمه توګه ترسره نه کړي نو خلک به پر ولسواکۍ بې باوره شي او دا په هېواد کې د یوې ملي پروسې زیانمنول دي.
عبدالله عبدالله دامریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد وروستیو سفرونو ته په اشارې یادې څرګندونې کړي، یوشمېر نورو سرچینو هم د په ټپه ولاړو خبرو د بیا پیل خبر ورکړی دی.


