ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : له سنتو او نفلو وروسته دعا کول د هر کس لپاره که امام وي او که مقتدي وي سنت دي که مستحب دي او که څه دي؟.
ځواب : انفراداً (تنها) دعا کول د امام او مقتدي هر يوه لپاره له سنتو او نفلو وروسته هم روا دي او اجتماعاً هم روا دي، په دې شرط چې د التزام او سنتيت عقيده به يې نه وي، يعنې په ځان به يې لازمه نه ګڼي او نه به يې سنت ګڼي، او د اجتماعي دعا کولو بهترينه طريقه دا ده چې له فرضو وروسته او له سنتو او نفلو دمخه وکړى شي ([1]).
که د سنتو کولو پر مهال جماعت ودريژي نو څه کول پکار دي
پوښتنه : که چيرته يو کس په اول صف کې سنت يا نفل کوي او په دې وخت کې د فرض لمانځه جماعت ودريژي، نو آيا د سنت او نفل لمونځ کونکي لمونځ نه کيژي، لکه څرنګه چې مشهوره دى؟.
ځواب : لمونځ فاسديژي نه، مګر داسې کس ته پکار دي چې په تخفيف سره خپل سنت او نفل پوره کړي او په جماعت کې ګډون وکړي ([2]).
له اقامت وروسته د سهار د سنتو حکم
پوښتنه : د سهار جماعت شروع شو، نو په دې وخت کې د سهار د سنتو کول روا دي او که نه؟ يو شمير خلک وايي چې په دې وخت کې د سنتو کول په حديث سره ثابت نه دي، کوم خلک چې حنفيان دي او همداسې کوي (يعنې د جماعت د شروع کيدو په وخت کې سنت کوي) هغوى غلطي کوي او له احاديثو مخالفت کوي؟.
ځواب : امام طحاوي رحمه الله په معاني الاثار کې د يوه جليل القدر صحابي = قول را نقل کړى چې هغه په داسې وخت کې جومات ته ورسيد چې لمونځ شروع شوى وو، هغه د جومات په دروازه کې سنت وکړل او بيا يې په جماعت کې ګډون وکړ، کوم خلک چې ديته غلط وايي شايد هغوى دا قول نه وي ليدلى، په دې باره کې يوه مستقله رساله هم ليکل شوې دى، په کومه کې چې دغه مسئله بيخي واضحه کړى شوې دى ([3]).
چيرته چې سنت وکړى شي هلته د فرضو کول روا دي
پوښتنه : آيا دا کوم شرعي حکم دى چې په کوم ځاى باندې سنت وکړى شي نو له هغه ځاى څخه به ليرې کيژي او په بل ځاى کې به فرض اداء کوي؟.
ځواب : په کوم ځاى باندې چې سنت وکړى شي نو د فرضو لپاره له هغه ځاى څخه ليرې کيدل ضروري نه دي ([4]).
په نفلو کې اوژد قيام بهتر دى او که د رکعتونو ډيروالى
پوښتنه : د زيد معمول دا دى چې له ماښام نه په وروسته نفلو کې يوه سپاره لولي، نو آيا دا بهتر دى چې يوه سپاره په دوو رکعتونو کې ولوستل شي او که دا بهتر دى چې لژ لژ ولوستل شي رکوع او سجده وکړى شي؟ يعنې چې په ډيرو نفلونو کې يوه سپاره ولوستل شي؟.
ځواب : د رکعت اوژدول بهتر دي په نسبت سره د رکعتونو زياتوالي ته ([5]).
له ماښام، ماسخوتن او ماسپښين وروسته سنت
پوښتنه : يو شمير خلک له ماسپښين، ماښام او ماسخوتن وروسته دوه دوه رکعته نفل کوي، آيا د دې هم کوم اصل شته دى؟.
ځواب : دوه رکعته هم ثابت دي او څلور رکعته هم ثابت دي، شپژ هم او په ماښام کې تر شلو پورې هم ثابت دي ([6]).
د ماسخوتن د دوو سنتو او وترو په مينځ کې د دوه رکعته نفلو ثبوت
پوښتنه : د ماسخوتن لمانځه له څلور رکعته فرضو وروسته د دوو سنتو او وترو په مينځ کې چې کوم دوه رکعته نفل کيژي آيا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي؟ او که چيرته ثابت وي نو د دې ثبوت او سند څه دى؟.
ځواب : د ماسخوتن له فرضو وروسته دوه رکعته سنت مؤکده دي او غير مؤکده څلور دي يا دوه دي ([7]).
له وترو وروسته د زياتو نفلونو کول
پوښتنه : يو شمير مولوي صاحبان وايي چې له وترو وروسته له دوه رکعته نفلو پرته نور نفل نه کيژي، له همدې امله کوم خلک چې نفلونه کوي نو له وترو دمخه دې وکړي، آيا دا خبره صحي دى؟.
ځواب : له وترو وروسته له دوه رکعته نفلونو څخه د زياتو کول روا دي، او کوم مولوي صاحبان چې دا خبره کوي له هغوى څخه دې د دليل پوښتنه وکړى شي ([8]).
که د سهار سنت قضاء شي نو په کوم وخت کې به راګرځول کيژي
پوښتنه : زيد وايي که چيرته د سهار سنت قضاء کړى شي نو د فرضو له کولو وروسته که وکړى شي کومه څپره پکې نشته، مګر بکر وايي چې د لمر له راختلو دمخه د سنتو کول هيڅکله روا ندي او که چيرته وکړى شي نو سړى پرې ګنهګار کيژي، د چا خبره صحي دى؟.
ځواب : د سهار فرضو له اداء کولو وروسته او د لمر له راختلو دمخه د سنتو کول منع دي، د لمر له راختلو وروسته دې وکړى شي ([9]).
د جمعې په ورځ ٨ رکعته سنت مؤکده او ٢ رکعته مستحب دي
پوښتنه : د جمعې په ورځ لس رکعته سنت مؤکده دي او که غير مؤکده؟.
ځواب : د امام اب، حنيفة رحمه الله په نزد اته رکعته سنت مؤکده دي او پاتې دوه رکعته مستحب دي، د هغو کول بهتر دي ([10]).
که په يوه ځاى د نفلو کول نذر ومنل شي آيا هماغلته يې کول پکار دي
پوښتنه : که يوه کس نذر ومنلو که زما دغه کار وشو نو زه به د مزار شريف په سخي صاحب يا د قندهار په روضه شريف کې نفل کوم، نو آيا هماغلته تګ ضروري دى؟ او که چيرته اوسيژي هملته يې کول پکار دي؟.
ځواب : چيرته يې چې وکړي نو نذر يې پوره کيژي ([11]).
([1]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٢٢، بحواله : العرف الشذي علي الترمذي، باب ما جاء في کراهية ايخص الامام نفسه بالدعاء، ج : ١، ص : ٨٦.
([2]) فتاوى محموديه، ٧ : ١٩٣، بحواله : الدرالمختار، باب ادراک الفريضة، ج : ٢، ص : ١٢٥.
([3]) فتاوى محموديه، ٧ : ١٩٤، بحواله : شرح معاني الاثار للطحاوي، کتاب الصلوة، باب الرجل يدخل المسجد والامام في صلاة الفجر، ص : ٢٥٧، وکذا في ردالمحتار، کتاب الصلوة، مطلب في تکرار الجماعة والاقتداء بالمخالف، ج : ١، ص : ٣٧٨، وکذ في الحلبي الکبير، فصل في النوافل، فروع، لو ترک، ص : ٣٩٧.
([4]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٢٣، بحواله : ردالمحتار، فصل في تاليف الصلوة، ج : ١، ص : ٥٣١، چيرته چې فرض وکړى شي هلته سنت اداء کيدلاى شي، نو په کوم ځاى چې سنت وکړى شي په هماغه ځاى فرض په طريقه اولى کيدلاى شي.
([5]) خير الفتاوى، ٢ : ٥٠١، بحواله : درمختار، شامي، ج : ١، ص : ٥٠١.
([6]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢٠٣، بحواله : سنن ابى داؤد، باب الاربع قبل الظهر وبعدها، ج : ١، ص : ١٧٨، سنن ابى داؤد، باب الصلوة بعد العشاء، ج : ١، ص : ١٩٢، سنن الترمذي، باب ما جاء في فضل التطوع ست رکعات بعد المغرب، ج : ١، ص : ٩٨.
([7]) خير الفتاوى، ٢ : ٤٦٩، بحواله : درمختار مع الشامي، ج : ١، ص : ٤٩٨ : کما في الدرالمختار، ويستحب اربع قبل العصر وقبل العشاء وبعدها بتسليمة وان شاء رکعتين، وقال العلامة الشامي F کذا عبر في منية المصلي وفي الامداد عن الاختيار يستحب ان يصلي قبل العشاء اربعا وقيل رکعتين وبعدها اربعا الخ.
([8]) فتاوى محموديه، ٧ : ٢٢٤، بحواله : المؤطا للامام محمد، باب الوتر، ص : ١٤٧ – ١٤٨.
([9]) کفايت المفتي، ٣ : ٣١١، بحواله : ردالمحتار، باب ادراک الفريضة، ج : ٢، ص : ٥٧.
([10]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٤٨، بحواله : غنية المستملي، ص : ٣٧٣، فصل في النوافل.
([11]) خير الفتاوى، ٢ : ٥٠٢، بحواله : عالمګيري قديم، ج : ١، ص : ٦٠.
















