برازيل; دنړۍ ترټولو خطرناک قاچاقبر ونيول شو

کابل ټکى کام (شنبه ، ١١ لړم ، ١٣٩٨ل)
برازيل کې پوليس وايي د “سيف الله المامون” په نوم دنړۍ دقاچاقبرانو مشر يې نيولی دی. د چارواکو په وينا المامون د نړۍ يو تر ټولو ډير فعال انساني قاچاقبر بلل کيده چې د افغانانو په ګډون يې د نړۍ له بيلا بيلو برخو خلک امريکا ته قاچاق کول.
د رويترز خبري آژانس دراپور په اساس “سيف الله المامون” په بنګله ديش کې زيږيدلی دی چې تيره پنجشنبه په ورځ د برازيل د فدرالي ځانګړو پوليسو په عملياتو کې ونيول شو. د مامون په هکله ويل کيږي چې د انساني قاچاقبرانو د يوې سترې ډلې غړی دی چې په لويه کچه د انسانانو قاچاق کې ښکيل وو.
د پوليسو په وينا “ساو پاولو” سيمه کې چيرته چې سيف الله المامون اوسيده او د برازيل په دريو نورو ښارونو کې څو تنه نور هم نيول شوي دي.
د المامون په اړه ويل کيږي چې شپږ کال مخکې د يو مهاجر په ډول برازيل ته داخل شوی وو او په “بارس” نومې سيمې کې اوسيده. بارس د ساو پاولو په ګاونډ کې پرته سيمه ده چې د نړۍ د مهاجرو کور ګڼل کيږي.
د امريکا له خوا د المامون د نيولو امر شوی وو. د امريکا د عدلېې وزارت وايي، المامون په ساو پاولا کې له شمال ختيځې آسيا څخه راغلو مهاجرو ته ځاي ورکاوه او د يوې خطرناکې شبکې په مرسته يې په پيرو، ايکوادو، کولمبيا، پاناما، کوستا ريکا، نيکاراګوا، هيندوراس، ګواتيمالا او مکسيکو هيوادونو کې يې مهاجرو ته غير قانوني سفرونه برابرول.
د برازيل هيواد فدرالي پوليس وايي چې سيف الله المامون او ډلې يې د افغانستان، پاکستان، بنګله ديش، هندوستان او نيپال هيوادونو اوسيدنکي اول برازيل ته داخلول او بيا به يې امريکا ته ليږل.



